د ایران دوږی د لسمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84353-د_ایران_دوږی_د_لسمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
، ایا نه وینئ چی ستګران په حق عمل نه کوی او له باطل نه لیری کیږی ، په داسې وضعیت کی هر مومن مسلمان حق لری چی د مرګ او د لقای الهی ارزو وکړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2019 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران دوږی د لسمې نیټې ځینې مطبوعات

، ایا نه وینئ چی ستګران په حق عمل نه کوی او له باطل نه لیری کیږی ، په داسې وضعیت کی هر مومن مسلمان حق لری چی د مرګ او د لقای الهی ارزو وکړی

جمهوری اسلامی

 

ګرانو لکه څرنګه چی خبریاست نن د ۱۴۴۱ هجری قمری کال د محرم الحرام لومړۍ نیټه ده ، په دغه میاشت کی د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د ګران لمسی سالار شهیدان حضرت امام حسین ع او د هغه حضرت د وفادارو یارانو په کربلا کی د اسلام د ژوندی ساتلو لپاره د ورکړل شوی قربانۍ یاد لمانځل کیږی ، د ایران نوموړی ورځپاڼۍ د نورو درستو ورځپاڼو په شان په خپل لومړی مخ په دې اړه د حضرت امام حسین علیه سلام  دغه وینا راخیستی ده چی فرمایلی ئې دی ،   ایا نه وینئ چی ستګران په حق عمل نه کوی او له باطل نه لیری کیږی ، په داسې وضعیت کی هر مومن مسلمان حق لری چی د مرګ  او د لقای الهی ارزو وکړی . مونږه هم په خپل وار د دغې غمجنې میاشتې د پیلیدا په مناسبت تاسو عزیزانو ته تسلیت وړاندی کوو .

 

د محرم د میاشتې او د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د ورځو د پیلیدو په درشل کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي او د مختلفو پرګنو د یوشمیر خلکو او عالمانو په شتون سره په مشهد مقدس کښې د اتم معصوم امام حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام د پاک حرم د ضریح د غبار روبۍ مراسم ترسره شول.

د ایران د ارتباطاتو وزیر د لویدیځوالو د ادعا په ردولو سره د ناهید یو سپوږمکۍ دسپارلو د چمتووالی خبر ورکړ .

د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر د سعودی عربستان له ولیعهد د میلیونونو ډالره په ترلاسه کولو اعتراف وکړ .

عربی اتحادیې قدس ته د هندوراس د سفارت له انتقال سره مخالفت وکړ .

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د دافع هوا ځواک قومندان جنرال علیرضا صباحي فرد وویل چې د ایران دافع هوا توانمنیو دښمنان نهیلې کړې دي.

په درست پاکستان کې دکشمیریانو په ملاتړکې ستر لاریونونه ترسره شوی دی .

 

کیهان

نیشنل اینټرسټ امریکایی خپرونې ، سپینې ماڼۍ ته په خبرداری کی ویلی دی ، ښاغلی ټرامپه ، ایرانیان د حسین بیرغوال دی او تا د وخت یذید بولی .

د حملې د نه کولو په وړاندې د بایکاټ ختمول ، هغه وړاندیز چی د لبنان حزب ا... غورځنګ د امریکا له ولسمشر ټرمپ ونه منه .

ښاغلی روحانی وویل که اروپا خپلې ژمنې پوره نه کړي نو ایران دریم ګام اجرا کوي . د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې ټینګار وکړ که اروپا ونه توانیږي چې خپلې ژمنې پوره او عملیاتي کړي نو ایران به د خپلو ایټمي ژمنو په کمولو کښې دریم ګام پورته او اجرا کړي .

 

د تهران په اسمان کښې د (یا حسین) زر میټري بیرغ ورپیده . د تهران د ښاروالی د اعلان له مخې د ایران د ترټولو ستر او د نړۍ د دریم ستر بیرغ په توګه دا بیرغ یو زر او ۵۶ مربع میټره دی او په ۱۵۰ میټري ستنې باندې لګول شوی دی.

د افغانستان د شمال په قندوز ښار کښې د یوې ترهګرې چاودنې له امله لږترلږه لس کسان وژل شوې دي.

په لندن کښې د عربستان د سفارت مخې ته اعتراضي تجمع وشوه . معترضو کسانو د یولړ شعارونو په ورکولو سره په سعودي عربستان کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي وغندله او د سیاسي فعالانو د آزادۍ غوښتنه یې وکړه .

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې د ایران داسلامی جمهوریت د اصولی دریځونو قدرونه وکړه .

 

 اطلاعات

 

د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... ریسی وایی راتلونکی ډیر روښانه دی او په پریکنده توګه  له دغو شرایطو به په قدرت سره تیر شو .

اماراتو په یمن په بمباریو کی ۴۰ کسان مړه او ۷۰ ژوبل کړی دی .  ورځپآڼه په دې هکله په مفصل راپور کی لیکی د متحده عربی اماراتو جنګی الوتکو دیمن په عدن ښار کښې استعفا شوی حکومت ته داړونده ځواکونو په مرکزونو بمباریو سره څلویښت کسان مړه او کابو اویا  ژوبل کړل .

د متحده عربی اماراتو په دغو بمباریو کښې د یمن د استعفا شوی ولسمشر منصور هادی د ځواکونو شپږ لوړرتبه قومندان هم وژل شوی دی

د یمن مستعفی حکومت په یوې بیانیې کښې ددغو حملو په غندلو سره د متحده عربی  اماراتو حکومت له نړیوال قانون او دو ه بهر او د ښکاره تیری بشپړه مسول وباله .

دیمن استعفا شوی  حکومت دغه راز له سعودی عربستانه وغوښتل چې ددغه حکومت په څنګ کښې ووسی او د متحده عربی  اماراتو حملې بندې کړی .

دسعودی عربستان حکومت تراوسه په دې هکله چپه خله  پاتې دی .

دیمن په جنوب کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو تر ملاتړ لاندې د وسله والو کسانو جنګونه دوام لری .

ایران او ملایشیا د دوه اړخیزه اړیکو د سترې کمیټۍ د جوړولو لپاره موافقه وکړه .

صیهونیستی عسکرو د لبنان د حزب ا... د حملې له ویرې د لبنان سرجدی سیمې پریښودلې .

پاکستان  له هندی سره د تاوتریخوالی په درشل کی بالستیک توغندې وازمویه . د پاکستان پوځ له ځمکی څخه ځمکې ته ویشتونکی غزنوی بلاسټیک توغندی چې اټومی خولۍ وړلی شی په بریالیتوب سره ازمویلی دی .

د پاکستان دپوځ ویاند اصف غفور وویل د هیواد د دفاعی سیسټم پیاوړتیا د غزنوی توغندی د تولیدولو او دازمویلو په هدفونو کښې شامل دی .

د پاکستان لخوا دغزنوی په نوم دبلاسټیک توغندی دغه ازموینه په داسې حال کښې ترسره شوی ده چې دکشمیر سیمې پرسر د هند او د پاکستان ترمینځ تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایی له طالبانو سره د موافقې په بڼه کی هم په افغانستان کی پاتې کیږو .

اروپایی اتحادیه وایی د پارلیمان د ړنګولو لپاره د انګلستان حکومت فیصله شرغواړی ده .

د کویت امیر  ، عربستان ته له پام کولو پرته د خپل قطری هم څنګ لپاره د دوستۍ پیغام ولیږه .

له بحرین سره د عراق اړیکی کړکیچنې شوې .