ایران به د خپلو برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام پورته کړي
(last modified Wed, 04 Sep 2019 11:21:56 GMT )
Sep 04, 2019 15:51 Asia/Kabul
  • ایران به د خپلو برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام پورته کړي

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې له اروپا سره مذاکرات لا وروستۍ او فاینل موافقې ته نه دي رسیدلې، وویل: په هم دې چوکاټ کښې به ایران د خپلو برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام پورته کړي او د هغه په بنیاد به عمل وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې د ایټمي موافقې له لورو سره د ایران د مذاکراتو بهیر مخ په وړاندې وباله او زیاته یې کړه: سره له دې، لرې ده چې تر سبا پورې د برجام له لورو سره فاینل موافقه وشي او د ایران د ژمنو د کمي دریم ګام به نن او سبا اعلان شي.

هغه له ایټمي موافقې د امریکې د وتلو په وړاندې د ایارن سټراټیجک صبر او اقدام هوښیارانه وباله او څرګنده یې کړه: د ایران د ژمنو د کمولو دریم ګام ډیر زیات مهم دی او په هغه حکم سره چې صادر به شي، د ایران د ایټمي انرجۍ اداره خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ډیره ګړندی کیږي.

د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه: د دې په ترڅ کښې چې تهران دریم ګام پورته کوي، د برجام لورو ته دوه میاشتې نور فرصت ورکوي او که کومه موافقه ترلاسه شي بیا هم د مذاکرې، منطق او موافقې لپاره لاره خلاصه ده.

 

ټیګونه