د ایران له نظره د بندیز په حالاتو کښې له امریکې سره مذاکره معنا نه لري
ولسمشر روحاني: د ایران د حکومت، پاریلمان او خلکو له نظره په داسې حالاتو کښې چې بندیزونه موجود وي، له امریکې سره خبرې اترې هیڅ معنا او مفهوم نه لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا له خپل فرانسوي همرتبه امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې، دې ته په اشارې سره چې امریکې د یوې څواړخیزې نړیوالې موافقې په توګه له برجامه په وتلو سره د خپلو ژمنو له پوره کولو ډډه کړې ده، ټینګار وکړ: د ایران د حکومت، پاریلمان او خلکو له نظره په داسې حالاتو کښې چې بندیزونه موجود وي، له امریکې سره خبرې اترې هیڅ معنا او مفهوم نه لري.
ولسمشر روحاني په دغو خبرواترو کښې څرګنده کړه: که له اروپایانو سره موافقې فاینل شي نو ایران چمتو دی چې برجامي ژمنو ته راستون شي او د ایران او ۵+۱ ډلې غونډه هم هله ممکنه ده چې بندیزونه اوچت شي.
حسن روحاني د فرانسې د ولسمشر د هلوځلو په قدرونې سره د برجامي ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران دریم ګام ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړه: د ایران دریم ګام د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترڅارنې لاندې دی او په عین حال کښې د بیرته ستنیدو وړتیا لري.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د برجام استحکام او د فارس خلیج او عمان سمندر په شمول د نړۍ په اوبلارو کښې امنیت د ایران دوه ستر هدفونه وبلل او هغه یې د اروپايي اتحادیې او حتی امریکې په شمول د ټولې نړۍ په ګټه وبلل.
حسن روحاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې برجام د ټولو لپاره یو ستر فرصت و څو د ایران په مخ په پراختیا اقتصاد کښې ګډون او پانګونه وکړي، وویل: ضروري ده چې اروپايي اتحادیه په تیره بیا فرانسه د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره خپل رول ولوبوي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د فرانسې ولسمشر هم د موافقو د نوې وړاندیزي پیکج په هکله له امریکايي چارواکو سره د خپل هیواد کوټلو خبرواترو او اقداماتو په وضاحت سره وویل: فرانسه د برجام د مفادو د اجرا او هوکړې ته د رسیدو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
مکرون هم داشان د مذاکراتو د دوام او تفاهم ته د رسیدو لپاره د خپل هیواد راتلونکي پروګرامونه او اقدامات هم تشریح کړل.
د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې موافقه وکړه چې خپلې سلامشورې به جاري ساتي.