د ایران د برجامي ژمنو کمول د ایټمي موافقې د ساتنې په لړ کښې یو ګام دی
(last modified Tue, 17 Sep 2019 03:13:32 GMT )
Sep 17, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • د ایران د برجامي ژمنو کمول د ایټمي موافقې د ساتنې په لړ کښې یو ګام دی

ولسمشر روحاني: د خپلو برجامي ژمنو په کمولو کښې د ایران اقدام د دغې ایټمي موافقې د ساتلو او د طرفینو د بشپړې ژمنتیا په لړ کښې یو ګام دی.

د اسلامي ایران ولسمشر پرون په انقرې کښې د سوریې په هکله د درې اړخیزې سرمشریزې ترڅنګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په جلا ملاقات کښې وویل: د خپلو برجامي ژمنو په کمولو کښې د ایران اقدام د دغې ایټمي موافقې د ساتلو او د طرفینو د بشپړې ژمنتیا په لړ کښې یو ګام دی.

ولسمشر حسن روحاني په دغې کتنې کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سهر چې برجام یوه مهمه او نړیوال موافقه ده، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د مقابل لورو د ژمنو د پوره کولو په بڼه کښې خپلو برجامي ژمنو ته ورستنیدو ته تیار دی.

هغه له ایټمي موافقې د امریکې غیرقانوني وتنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د مذاکرې نور لوري په تیره بیا روسیه کولی شي چې د ایټةي موافقې د ساتنې په لاره کښې مثبت رول ولوبوي.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د ایران او روسیې ښو اړیکو ته په اشارې سره هغه وستایلې او ویې ویل چې د دواړو حکومتونو په هوډ سره نن سبا د ایران او روسیې اړیکې له بل هر وخته زیاتې ژورې او صمیمانه دي.

په دغه ملاقات کښې د روسیې ولسمشر هم وویل چې د ماسکو دریځ، د برجام ساتنه ده او په دې لړ کښې به خپل پوره پوره کوشش وکړي.

ولادیمیر پوټین په سیمه کښې د ایران مهم موقعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د سوریې د کړکیچ په شمول د سیمه ایزو مسائلو په هواري کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول ډیر مهم دی.

 

ټیګونه