ظریف نن نیویارک ته ځي
ټاکل شوې وه چې ښاغلی ظریف او ورسره پلاوی تیره دوشنبه نیویارک ته لاړ شي خو د امریکې حکومت په یو غلیمانه اقدام کښې، نیویارک ته د سفر لپاره د ایراني پلاوي ویزې ناوخته صادرې کړې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند نیویارک ته د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د تګ خبر ورکړ.
ایرنا لیکلي چې سید عباس موسوي بیګا وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به نن سهار د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څلور اویایمه غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ شي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ ویاند علیرضا یوسفي هم رویټرز خبري آژانس ته په مرکه کښې ویلې دي چې د امریکې حکومت د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون لپاره د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني او خارجه وزیر محمد جواد ظریف لپاره ویزې صادرې کړې دي.
ټاکل شوې وه چې ښاغلی ظریف او ورسره پلاوی تیره دوشنبه نیویارک ته لاړ شي خو د امریکې حکومت په یو غلیمانه اقدام کښې، نیویارک ته د سفر لپاره د ایراني پلاوي ویزې ناوخته صادرې کړې.
د امریکې حکومت له دې مخکښې د روان کال په جولایۍ میاشت کښې هم د ملګرو ملتو د اقتصادي او اجتماعي شورا د لوړې سویې په غونډه کښې د ګډون په لړ کښې نیویارک ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په دوران کښې د هغه لپاره ډیر سخت محدودیتونه ټاکلې وو.