روحانی وویل د سیمې د ملتونو درز د امریکا او صیهونیزم غوښتنه ده
(last modified Sun, 22 Sep 2019 09:07:48 GMT )
Sep 22, 2019 13:37 Asia/Kabul
  • روحانی وویل د سیمې د ملتونو درز د امریکا او صیهونیزم غوښتنه ده

حسن روحانی نن د سپیڅلی دفاع د اونۍ د لمانځلو په دستورو کی پر دې په ټینګار سره چی د ایران د ستر ملت او وسله وال ځواک په اقتدار سره دښمن به په اسلامی ایران د تیری جرات ونلرلې شی وویل د ایران خلک په وحدت ، دریدا او یوموټی والی سره نه د ختیځ او لویدیځ له رعبه ویریدل او نه د هغو له وسلو او د مرتجعو عربو د پیسو په وړاندی هم تسلیم نه شول .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د سیمې د ملتونو درز د امریکا او صیهونیزم غوښتنه وبلله او ټینګار یې وکړ د ایران منطق د فارس خلیج اوهرمز تنګی لپاره له داخله امنیت دی او په دغه سیمه کی د بهرنیو عسکرو شتون مشکل رامینځته کولې شی .

حسن روحانی نن د سپیڅلی دفاع د اونۍ د لمانځلو په دستورو کی پر دې په ټینګار سره چی د ایران د ستر ملت او وسله وال ځواک په اقتدار سره دښمن به په اسلامی ایران د تیری جرات ونلرلې شی وویل د ایران خلک په وحدت ، دریدا او یوموټی والی سره نه د ختیځ او لویدیځ له رعبه ویریدل او نه د هغو له وسلو او د مرتجعو عربو د پیسو په وړاندی هم تسلیم نه شول .

ښاغلی روحانی د دې خبرې په کولو سره چی استکباری قدر تونه او په سر کی یې امریکا تل د سیمې د هیوادونو د ګټو د لوټلو ، مشکلاتو ، بدبختی او ناامنی تعقیب کړی وویل په افغانستان ، عراق ،فارس خلیج او په سیمه کی په هر ځای کی د امریکایانو شتون تل د ناامنۍ سبب شوی دی .

ښاغلی روحانی پر دې په ټینګار سره چی د ایران وسله وال ځواک تل د سیمې لپاره امنیت ډالۍ کړی دی ، جوته کړه د ایران وسله وال ځواک که د عراق ، سوریې ، فلسطین او لبنان د خلکو په څنګ کی ودریده نو د دغو ټاټوبیو لپاره یې امنیت راوړ اود وحشی ترهه ګرو جرړه یې وویستله او له امریکا او د هغې له هم تړونو سره د ایران توپیر دی .

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی سږکال به په ملګرو ملتو کی د هیلې ایتلاف او د هرمز د سولې نوښت په شعار سره شتون پیدا کړی ، جوته کړه د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره په فارس خلیج ، عمان سمندرګی کی د سیمې د هیوادونو په مرسته امنیت رامینځته کولې شی .

 

 

ټیګونه