Sep 28, 2019 16:44 Asia/Kabul
  • د سیمې هیوادونه بهرنی لاسوهنې ته هیڅ ضرورت نه لري

په پاکستان کښې د ایران سفیر وویل: د سیمې هیوادونه د خپلو ستونزو د هواري لپاره بهرنۍ لاسوهنې ته هیڅ ضرورت نه لري او د خپلو موجودو وړتیاؤ په کاورولو سره د ستونزو د هوارولو توان لري.

د ایرنا د خبر له مخې مهدي هنردوست نن په اسلام آباد کښې یوه غونډه کښې زیاته کړه: د سیمې هیوادونه دې پلمې پریږدي او په یوې رغنده کړنلارې سره او د صادقانه او رڼو خبرو اترو له لارې د سیمې له ټولو ستونزو د وتلو لپاره مناسبه حل لاره پیدا کړي.

هغه په دې خبرې سره چې لاس وهنه او یواړخیز پالنه د سیمې اصلي ستونزه ده، څرګنده کړه: ایران په ټوله نړۍ کښې د سترو قدرتونو د بدمعاش ډوله او زور ویونکې کړنلارې مخالف دی.

په پاکستان کښې د ایران سفیر هم داشان د تهران او اسلام آباد ملګرتیا ته په اشارې سره څرګنده کړه چې ایران او پاکستان د لا ښې اړیکې د ټینګولو لپاره ډیر ظرفیتونه لري او ایران ایران چمتو دی چې خپلې ټولې وړتیاوې له پاکستان سره د هراړخیزو تعلقاتو د ښه کولو او براخولو لپاره فعالې کړي.

 

ټیګونه