د پاکستان وزیراعظم نن ایران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85199-د_پاکستان_وزیراعظم_نن_ایران_ته_راځي
له دې مخکښې خبر رارسیدلی و چې عمران خان د خالي په ورځ یعنې پرون ایران ته سفر راکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2019 04:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم نن ایران ته راځي

له دې مخکښې خبر رارسیدلی و چې عمران خان د خالي په ورځ یعنې پرون ایران ته سفر راکوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تهران ته د پاکستان د وزیراعظم د سفر راکولو خبر ورکړ.

سید عباس موسوي وویل: د پاکستان وزیراعظم عمران خان به نن تهران ته په راتګ سره د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او هم داشان له ولسمشر سره ملاقاتونه او خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه چې عمران خان به تهران ته په خپل سفر کښې د وروستیو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله له ایراني چارواکو سره د نظر تبادله وکړي.

البته د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې اړه د ځینو خبرونو په هکله چې عمران خان به په دې سفر کښې د ایران او عربستان ترمینځ د دریم ګړي رول ولوبوي، څرګنده کړه چې تر دې دمه د مینځګړیتوب موضوع مطرح نه ده.

له دې مخکښې خبر رارسیدلی و چې عمران خان د خالي په ورځ یعنې پرون ایران ته سفر راکوي.

یاده دې وي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روان کال په اپریل میاشت کښې هم ایران ته راغلی و.