ايران ته دکربلای معلی پاکستاني زائرينو په راتګ کښې 72 فيصده زياتوالے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85365-ايران_ته_دکربلای_معلی_پاکستاني_زائرينو_په_راتګ_کښې_72_فيصده_زياتوالے
د اګست له ۲۳ نه د اکتوبر تر ۱۹ پورې ايران سيستان او بلوچستان صوبې ته د کربلای معلی پاکستاني زائرينو راتګ د تېر کال په نسبت ۷۲ فيصده زيات شوےدے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2019 01:36 Asia/Kabul
  • ايران ته دکربلای معلی پاکستاني زائرينو په راتګ کښې 72 فيصده زياتوالے

د اګست له ۲۳ نه د اکتوبر تر ۱۹ پورې ايران سيستان او بلوچستان صوبې ته د کربلای معلی پاکستاني زائرينو راتګ د تېر کال په نسبت ۷۲ فيصده زيات شوےدے.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې د لارو او ټرانسپورټ عمومي ادارې سرپرست «ايوب کُرد» د دې په بيانولو سره چې په دغه موده کښې يو لک نهه زره اته سوه درې پنځوس پاکستاني زائرين د ميرجاوې پوله ايز ګېټ څخه ايران ته داخل شوي دي، واضحه کړه، د وروستيو شمېرنو له مخې په دغه موده کښې له دوه پنخوس زرو زيات پاکستاني زائرين د بسونو په ذريعې سره د ميرجاوې پوله ايزې سيمې ته داخل شول.

هغه زياته کړه، همدارنګ په دغو ورځو کښې له اوۀ پنځوس زره او څلور سوو نه زيات پاکستاني زائرين پياده د ميرجاوې پوله ايزې سيمې ايران ته داخل شول چې وروسته په يو زر درې سوه شپږو ايراني بسونو سره دايران لويديځو پولوته رسول شوي دي.