د سیمه ییز امنیت غونډه سبا په تهران کښې کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86632-د_سیمه_ییز_امنیت_غونډه_سبا_په_تهران_کښې_کیږی
زمونږ خبریال وایی د ایران د روسیې د چین د هند د افغانستان د تاجیکستان او د ازبکستان د لوړرتبه امنیتی چارواکو او د ملی امنیت د سلاکارانو په ګډون سره د سیمه ییز امنیت دخبرواترو دوهمه (۲) غونډه سبا په تهران کښې جوړیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 12:28 Asia/Kabul
  • د سیمه ییز امنیت غونډه سبا په تهران کښې کیږی

زمونږ خبریال وایی د ایران د روسیې د چین د هند د افغانستان د تاجیکستان او د ازبکستان د لوړرتبه امنیتی چارواکو او د ملی امنیت د سلاکارانو په ګډون سره د سیمه ییز امنیت دخبرواترو دوهمه (۲) غونډه سبا په تهران کښې جوړیږی .

په دغه یوه (۱) ورځنۍ غونډې کښې  چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا د دارلانشا په نوښت او کوربه توب سره ترسره کیږی د افغانستان او په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ له بیلابیلو ډولونو سره د هراړخیزه مبارزې په موضوع تمرکز کیږی .

د دغه غونډې په څنګ کښې به د بیلابیلو هیوادونو د ملی امنیت سلاکاران او نور چارواکی له یوبل سره کتنې او خبرې هم وکړی .

د سیمه ییز امنیت د خبرو اترو لومړنۍ غونډه د روان میلادی کال په اکتوبر میاشت کښې د ایران د روسیې د چین د  هند  او د افغانستان په ګډون سره د تکفیری ترهګرۍ په مقابل کښې د سیمې د هیوادونو ترمینځ د غږملتیا د  زیاتیدا په موضوع سره په تهران کښې شوی وه .

د روان کال په غونډې کښې به تاجیکستان او ازبکستان چې د افغانستان ګاونډی هیوادونه دی هم ګډون وکړی .