په ملېشيا کښې د اسلامي قوت او ډېپلومېسۍ ننداره
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86693-په_ملېشيا_کښې_د_اسلامي_قوت_او_ډېپلومېسۍ_ننداره
ملېشيا ته د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر سفر، د ۲۰۱۹ کال د کوالالمپور په غونډه کښې د اسلامي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې يې وېنا او د مشکلاتو او ودو د ترجيحاتو ګول مېز کانفرنس د اېشيائي – اسلامي قوت، ملګرتياو او غږملتياو د اهميت ښودنه کوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 20, 2019 13:27 Asia/Kabul
  • په ملېشيا کښې د اسلامي قوت او ډېپلومېسۍ ننداره

ملېشيا ته د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر سفر، د ۲۰۱۹ کال د کوالالمپور په غونډه کښې د اسلامي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې يې وېنا او د مشکلاتو او ودو د ترجيحاتو ګول مېز کانفرنس د اېشيائي – اسلامي قوت، ملګرتياو او غږملتياو د اهميت ښودنه کوي.

ايران په اېشيا براعظم کښې د يو مهم هېواد په توګه په تېرو څلورو لسيزو کښې په مختلفو علمي او سائنسي ډګرونو په تېره بيا د نانو او بيوټېکنالوجي په شمول د ماډرن سائنس په ډګر کښې يو لړ مهمې کاميابۍ ترلاسه کړې دي.

په اېشيا براعظم کښې له نورو اسلامي هېوادونو سره دغه شريکونه يوه ښه نتيجه لري او په داسې يوه نړۍ کښې چې د امريکې له يواړخيزپالنې سره لاس او ګرېوان ده د دغو هېوادونو قوت او نفوذ دون چنده کوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر  حسن روحاني پرون د کوالالمپور په غونډه کښې د خپلې وېنا په يوه برخه کښې وويل، د اسلامي دنيا د پرمختګ لپاره فېصله د ملګرتياو په بنياد ټينګه ده، اسلامي هېوادونه پکار دي له يو بل سره ملګرتيا وکړي او په اسلامي دنيا کښې د تعاون لپاره زياتې زمينې موجودې دي.

په پخواني اېشيا براعظم کښې اسلامي هېوادونه د پراخو ملګرتياو لپاره  ډېر لوے ظرفيتونه لري چې هره اقتصادي، سائنسي، کلتوري، دفاعي او حتي سياحتي برخه کښې تعاون او ملګرتيا په ټولو ډګرونو کښې د اسلامي دنيا د قوت او نفوذ دائره پراخوي.

د ايران اسلامي جمهوريت، ملېشيا، انډونېشيا، ترکيه او پاکستان د مهمو اسلامي هېوادونو په توګه هر يو په مختلقو ډګرونو کښې د کاميابۍ په مهمو تجربو سره د خپلو توانمنيو په شريکولو د يو بل د ضرورتونو له پوره کولو نه علاوه به په نړيوال ډګر کښې په يو موثره قوت بدل شي.

په نړۍ کښې د ډالر د انحصار ‎، آپارټائيډ يا سائنسي او علمي تبعيض په شان په نړۍ د ځينو انحصاري پالېسيو شتون ته په پام سره اسلامي هېوادونه له يو بل سره د تعاون په ذريعې په نننۍ نړۍ کښې د دغې استعماري پاليسۍ تاثير ختمولې شي.

په همدې چوکاټ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د کوالالمپور په سرمشريزه غونډه کښې د اسلامي هېوادونو د موثره ملګرتيا لپاره درې مهم تجويزونه وړاندې کړل.

د نړۍ د ارزښتونو لړۍ ته په مضبوطه توګه د ننوتلو په هدف سره د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د ټېکنالوجيو د ملګرتياو د مالي ضرورت د پوره کولو لپاره د کوالالمپور د غونډې د ګډ صندوق جوړول، د اطلاعاتي او ارتباطي برخو ترمېنځ په ټېکنالوجيو کښې د  مخکښې کېدو لپاره د مصنوعي هوش او سائبري امنيت د ټېکنالوجيو په برخه کښې د ګډو تحقيقاتو د مرکز جوړول او د ډيجټلي اقتصادو په برخه کښې د اسلامي هېوادونو د ګډ بازار جوړول د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر درې تجويزونه دي چې د هغو په عملي کېدو سره به په اسلامي نړۍ کښې او موثره او نفوذ کونکے قطب رامنځته شي.

اسلامي هېوادونه د زياتو کلتوري، ژبني، ديني او تمدني اشتراکاتو به وجه په اسانۍ سره په مختلفو ډګرونو کښې په اوسنۍ نړۍ کښې يوه غالبه پاليسي رامنځته کولې شي او د يو قدرتمنې ادارې په توګه د نړۍ د اقتصادي، کلتوري او سياسي انډولونو مديريت کونکي کېدې شي.

د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د بېنکي نټ ورک جوړول، د ريلي ټرانسپورت د نټ ورک جوړل او د سياحت نټ ورک جوړول په دغو هېوادونو کښې له فعالو او ډېرو سترو ظرفيتونو څخه دي چې د هر يو په عملي کېدو سره په پراخه توګه د دغو هېوادونو په خپلو کښې په ګنډل کېدو په نړيوال ډګر کښې د اسلامي نړۍ اقتصادي او سياسي توان او نفوذ دوه چنده کوي.

د دغه مهم پوره کېدل د يوې داسې ادارې په چوکاټ کښې څرګندېدې شي چې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر يې د 2019 کال د کوالالمپور د غونډې د مشکلاتو او پرمختګونو د ترجيحاتو نومې ګول مېز کانفرنس کښې تجويز وړاندې کړ او وې ويل چې دغه حرکت د مسلمانانو ګډ آرمانونه او آئيډيالونه تعقيبوي او هيڅکله به د هيڅ يو مسلمان يا هيڅ يوې اسلامي ټولنې د ګټو په خلاف حرکت ونه کړي.

------