ایران د آسیا په چیمپینز لیګ کښې له ګډونه تیر شو
(last modified Sun, 19 Jan 2020 01:13:46 GMT )
Jan 19, 2020 05:43 Asia/Kabul
  • ایران د آسیا په چیمپینز لیګ کښې له ګډونه تیر شو

د ایران د فوټبال نمایندګانو په بې پلوه هیواد کښې د ایراني ټیمونو د لوبیدو په هکله د آسیا د فوټبال کنفډریشن د سیاسي پریکړې په غبرګون کښې د آسیا د اتلولۍ له لیګ څخه ډډه وکړه.

د ایران د فوټبال نمایندګانو په بې پلوه هیواد کښې د ایراني ټیمونو د لوبیدو په هکله د آسیا د فوټبال کنفډریشن د سیاسي پریکړې په غبرګون کښې د آسیا د اتلولۍ له لیګ څخه ډډه وکړه.

د آسیا په چیمپینز لیګ کښې د ایران غوره ټیمونو یعنې استقلال، پرسپولیس، سپاهان او شهر خودرو وویل: د ایران د امنیت خلاف له فضا جوړونې او پروپاګنډو سره مل ظالمانه فیصله به ونه منو.

د ویلو ده چې آسیا د فوټبال کنفډریشن AFC د ایران فوټبال فیډریشن ته په یو لیک کښې ویلي چې اجرايي کمیټه نیت لري له خپلو سیالانو سره د ایراني لوبډلو مقابلې په یو بې پرې او دریمګړي هیواد کښې ترسره کړي.

د AFC د دې جنجالي پریکړې پلمه په ایران کښې ناامني بلل شوې ده حال دا چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ یو ډیر امن هیواد دی.

 

ټیګونه