محمد جواد ظريف:
شهيد سلېماني د مقاومت څرګنده او الهام بخښونکې څېره ده
د ايران خارجه وزير د خپل وېنزوئلائي هم منصب په کتنه کښې وويل: شهيد جنرل قاسم سلېماني په ژوند کښې د مقاومت د محور څرګنده او له شهادته وروسته د دغه محور الهام بخښونکې څېره ده.
محمد جواد ظريف پرون په تهران کښې د وېنزوئلا د خارجه وزير خورخه آرئاسا د جنرل شهيد سلېماني د قدرونې په مراسمو کښې د نورو هېوادوو د خلقو خپل جوشه شتون او د امريکې د حکومت له ترهه ګريز اقدام څخه د کرکې څرګندونې ته په اشارې سره د دغه شهيد د جنازې په مراسمو کښې د ايران د خلقو پراخه شتون، د روا دفاع لپاره د اقدام غوښتنه او همدارنګ د امريکي رژيم د زوروينو او بدمعاشۍ په وړاندې سر نه ټيټول خپل وېنزوئلائي هم منصب ته بيان کړل.
ظريف همدارنګ د يوکرائني الوتکې د غورځېدو په پېښه د افسوس په څرګندولو سره په دغه الوت کښې د موجودو مسافرو هېوادونو ته د اسانتياو په وړاندې کولو کښې د فوري اقدامات يادونه وکړه.
خورخه آرئاسا هم په دغه کتنه کښې د جنرل سلېماني د شهادت او همدارنګ د يوکرائني الوتکې د مسافرانو د وژل کېدو په اړه د ايران له خلقو او حکومت سره د خواخوږۍ او تسليت په وړاندې کولو سره په وېنزوئلا کښې او خلقو په تېره بيا د ځوانانو ترمېنځ او په سوشل مېډيا کښې د سردار سلېماني د شهادت لوړ تاثير بيان کړ او تاکيد يې وکړ چې پکار دي د دغه ستر شهيد په وياړ د ايران او وېنزوئلا له مخکښې نه لا زياته پراختيا پېدا کړي. د ايران د اسلامي جمهوريت او وېنزوئلا خارجه وزيرانو همدارنګ په دوو اړخيزو او نړيوالو موضوعاتو کښې د دواړو هېوادونو ملګرتيا په اړه د نظر تبادله او صلاح مشورې وکړې.
د وېنزوئلا خارجه وزير تېره شپه د يو پلاوي په مشرۍ تهران ته راغے.