سیمه کښې به د ایران معنوي نفوذ او شتون دوام ولري
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې دښمن د ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کولو سره په سیمه کښې د ایران د نفوذ او د شتون د کمولو هڅه کوي وویل په سیمه کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت معنوي نفوذ او له صلابت څخه ډک شتون دوام ولري .
هغه پرون د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور په هکله وویل د ستر قومندان شهید سلیماني ټرور ناجبرانیدونکی تاوان دی خو د دغه شهید د وینې برکتونو په دنیا کښې ستره انرژۍ رامینځته کړي ده او د ټولې نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې خلکو د امریکا د سفارتونو مخ ته په راغونډیدا سره د واشنګټن رژیم دغه ترهګر اقدام غندلی دی .
عباس موسوي په دې خبرې سره چې د شهید سلیماني او د هغه د نورو ملګرو شهیدانو د وینې لومړۍ ګټه له عراق څخه د امریکا د تیریګرو عسکرو د وتلو لپاره د دغه هیواد د ملت او د حکومت په یوه(۱) خوله غوښتنه وه او زیاته یې کړه د عراق پارلمان یو(۱) قانون تصویب کړ چې د ایران ملت او حکومت یې ملاتړ کړی او هغه د سیمې د ټولو ملتونو غوښتنه هم ده .
د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې د ټولو بې ثباتیو ، نښتو او د تفرقو جرړه په سیمه کښې د خارجي هیوادونو لاسوهنه ده وویل په سیمه کښې د امریکا او دهغې د متحدانو شتون له نفرت ، جنګ او وینې تویدا پرته بله نتیجه نه ده لرلي .