محمد جواد ظريف:
ټرمپ دې خپل بهرنے سياست د حقائقو په بنياد وګرځوي
د ايران خارجه وزير د جرمني له شپيګل اونيزې سره د خپلې مرکې د ځينو برخو د تحريفېدو په ردعمل کښې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نصيحت وکړ: د بهرني سياست په زمينه کښې خپلې څرګندونې او فېصلې د حقائقو په بنياد وګرځوي.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون په يو ټوئيټ کښې وليکل، ښه دا ده چې ډونالډ ټرمپ پکار دے په بهرني سياست کښې خپلې فېصلې د حقائقو په بنياد وګرځوي، نه د فاکس نيوز د سرخيانو يا د هغه د فارسي مترجمانو په بنياد.
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير همدارنګ له شپيګل جرمني اونيزې سره د خپلې مرکې چې د هغې په انګرېزۍ نسخه کښې خپره شوه د يوې برخې د عکس په ضميمه کولو سره زياته کړه، ټرمپ د دې لپاره چې ښه پوهه شي ټوله مرکه دې په انګريزي ژبې ولولي.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سحر په خپل يو ټوئيټ کښې له شپيګل جرمني اونيزې سره د جواد ظريف مرکې ته په اشارې سره ادعا وکړه، د ايران خارجه وزير وائي تهران له امريکې سره د بنديزونو د لرې کولو په صورت کښې خبرې اترې کوي.