د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87663-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ نیکې هیلې او سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 08:42 Asia/Kabul
  • د  ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ نیکې هیلې او سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ .

نن به لومړۍ  د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د امریکا چارواکو چې د ایران د توغندوي بریدونو د اهمیت د کمولو هڅه  کوي یوځل بیا په عراق کښې په عین الاسد پوځي مرکز باندې  بریدونو کښې د خپلو ژوبلو شویو عسکرو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د پیړۍ د معاملې د پلان مخه کتنه چې هدف یې صهیونیسټ رژیم ته د فلسطین د ټولې خاورې ورکول دي په نیواکي فلسطین ، سیمه او نړۍ کښې د سیاسي ډلو ، خلکو او د شخصیتونو پراخ مخالفت رامینځته کړ .

د بښنې نړیوالې موسسې «ایمنیسټي اینټرنیشنل» وویل په تیر میلادي کال کښې په افغانستان کښې د ملکي وګړو وژله زیاته وه او عادي خلک د جنګ  اصلي قربانیان دي .

د لیبیا په چارو کښې د ملګروملتونو استازي غسان سلامه  د دغه هیواد د شخړو د حل لپاره د وروستیو مینځګړیتونو د نتیجې د  ورکولو په  هکله د ناهیلې په څرګندولو سره وویل په طرابلس کښې د ښکیلو خواو ترمینځ د جنګونو زیاتیدل د دغه ښار د خلکو ژوند ته ګواښ  کوي .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد د شهادت د ورکولو لپاره مشرانو جرګې سینا ته د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د احضارولو لپاره د ډیموکرات ګوند له پراخې هڅې سره سره راپورونه وايي چې ریپبلیکن ګوند غواړي د ولسمشر ټرمپ د استیضاح دوسیه وتړي او هغه تبرئه کړي .

انګلستان پرون له اوه څلویښت(۴۷) کلونو وروسته له اروپايي اتحادیې ووت او هغه داسې لومړی هیواد دی چې د اروپا ایډیل ته شا کوي .

دغه راز اروپايي اتحادیې وویل  چې د لندن  د اروپا ضد دسیسو په مقابل کښې مقاومت کوي .

د فلسطین علماو د نیواکي ټاټوبو له خلکو وغوښتل چې د پیړۍ د معاملې په پلان اعتراض کښې دریمه (۳) انتفاضه پیل کړي .

د یمن انقلابیان د« البنیان المرصوس » د عملیاتو په چوکاټ کښې په خپلو نوریو بریالیتوبونو کښې وتوانیدل د سعودي عربستان د ائتلاف اولس (۱۷) لیواوې  له مینځه یوسي او د هیواد  دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) مربع کلومیټره ځمکه هم ازاده کړي .

د سوریې پوځ په ادلب ولایت کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې په «خان طومان» ښارګي او په «معره النعمان» ستراتیژیک ښار کنټرول ترلاسه کړ او نورې ډیرې سیمې یې هم ازادې کړې .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علي موحدي په دې خبرې سره چې د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان په ماتي محکوم دی زیاته کړه امریکا به د پیړۍ د معاملې ارزو له ځان سره قبر ته یوسي .

()

اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د جنګي اختیاراتو کمیدل تصویب شول .

د افغانستان په قندوز او بغلان ولایتونو باندې د طالبانو په بریدونو  کښې اتویشت(۲۸) حکومتي عسکر وژل شوي دي .

د امریکا د مالیې وزیر ویلبر راس وویل د کورونا وایروس د امریکا د اقتصاد لپاره ګټور کیدلای شي .

د یمن عسکرو د سعودي عربستان په« ابها » هوايي ډګر او د تیلو د شرکت  ارامکو په تاسیساتو بریدونه وکړل .

د سوریې پوځ په چټکو عملیاتو کښې د خان طومان ستراتیژیک ښار ازاد کړ .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په عراق کښې په عین الاسد پوځي اډې باندې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په توغندوي بریدونو کښې د خپل هیواد د څلورشپیتو (۶۴) پوځیانو په ژوبلیدا اعتراف وکړ .

د لیبیا حکومتي عسکرو د «مصراته» ښار په «ابوقرین» ستراتیژیک سیمې کنټرول ترلاسه کړ .

د پاکستان دمشرانو جرګې مشر صادق سنجراني  د ایران له سفیر سید محمد علي حسیني  سره په کتنې کښې د کشمیر په هکله د تهران د رغنده دریځ او رول  قدرونه وکړه .

د لبنان د «صیدا» او د «عین الحلوه »ښارونو خلکو په مظاهرو سره د فلسطین پرضد د پیړۍ د معاملې له پلان سره خپل مخالفت اعلان کړ .

د افغانستان طالبانو په غزني ولایت کښې د امریکا پوځي الوتکه نسکوره کړي ده .

د فلسطین مقاومت ډلو خلک د پیړۍ د  معاملې پرضد د انتفاضې پیلیدا ته وربلل .

د سوریې پوځ په ادلب ولایت کښې د ترهګرو پرضد کلابندۍ نور هم تنګه کړي ده .

د نړۍ ستر سیاسي شناند او د رای الیوم ورځپاڼې مسول چلونکي «عبدالباري عطوان» وویل اسرائیل همدا اوس په سعودي عربستان کښې دي او سبا په دغه هیواد  کښې ښارګي جوړوي .

د سوریې پوځ د جبهه النصره ترهګرې ډلې د ترټولو سترې اډې د نیولو په درشل کښې دی .

د امریکا د کاناډا او د وینزویلا خلکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د  جنګ غواړو سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د فارس خلیج د عربو هیوادونو له مشرانو سره کتنې او خبرې کوي .

اوس به د تهران چاپ همشهري ورځپاڼه ولولو .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب د پرتمینه بریالیتوب  یوڅلویښتمې (۴۱) او د سباوون د لسیزې د پیلیدا په درشل کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله مزار او په بهشت زهرا سلام الله علیها هدیرې کښې د   شهیدانو قبرونو ته ورغی .

نیوزویک اونیزې راپور ورکړ د امریکا پوځ له روسیې سره دجنګ لپاره چمتو کیږي .

په یمن کښې د امریکا په هوايي برید کښې  د عربستان په ټاپووزمه کښې د القاعده ډلې مشر «قاسم الریمي» ووژل شو .

د امریکا حکومت له دې وروسته د اریټریا ، د قیرغیزستان ، د نایجریا د سوډان ، د میانمار او د تانزانیا هیوادونو ښارونو ته امریکا ته  ویزې او هلته یعني په امریکا کښې  د وسیدو اجازه نه ورکوي .

د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن پرون له اروپايي اتحادیې د خپل هیواد وتل اعلان کړل .

امریکا د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې په شاهزاده سلطان هوايي اډې کښې خپل پوځي  شتون پیاوړی کوي .

په فارس خلیج کښې د اروپا سمندري  ائتلاف کار پیل کړ او انګلستان په فارس خلیج کښې د امریکا د سمندري ائتلاف مشرۍ پرغاړه واخیستله .

د امریکا ولسي جرګې کانګرس دوې (۲) لایحې چې د ایران پرضد د ولسمشر ټرمپ د جنګي اختیاراتو د کمولوغوښتونکی دی تصویب کړې .

د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکي شتیګلیټس  د امریکا ولسمشر ټرمپ ته وویل دروغ مه وایه او زیاته یې کړه د ټرمپ خبرې د امریکا د اقتصاد له موجودو واقعیتونو سره سمون نه خوري .

د امریکا د  ولسمشر ټرمب د شپږ(۶) میلیارډه ډالرو دیوال ونړیده .

سخت بادونه د امریکا او د میکسیکو ترمینځ د سرحدي دیوال د یوې(۱) برخې د نړیدا سبب شول کوم چې د  ولسمشر ټرمپ په حکم د جوړیدا په حال کښې دی .

اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

 د کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د  سولې او په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د تدابیرو د نیولو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

()

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې تر نامه لاندې د قطر ډرامه به هېځ مثبته اغېزه ونه لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، داسې ویل کېدل، چې د روان میلادي کال د جنوري تر ورستۍ نېټې پورې په وروستۍ میاشتې کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي، خو لیکوال لیکي دغه خبرې اوس له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ښايي د ځنډېدو یو لامل یې هم په غزني کې د امریکايی الوتکې د پریوتلو موضوع وې چې وسله والو طالبانو ویلي دوی ویشتې ده، خو د سرمقاله لیکونکي په باور ښکاره لامل یې دادی چې په قطر کې طالب استازي د خبرو واک نه لري.

د سرمقالې لیکوال په پای کې وړاندیز کوي، چې په خبرو کې د پرمختګ لپاره دې طالبان په قطر کې خپل استازي بدل کړي او داسې څوک دې وټاکي چې د پاکستان تر اثر لاندې نه وي او په رښتیا هم د سولې د مذاکراتو وړتیا او نیت ولري.

()

 

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، بین الافغاني مذاکرات د سولې تر ټولو ستونزمن پړاو دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سولې د هوکړې لاسلیک په تړاو د سلا مشور او ظاهراً اوربند او بین الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو راضي کولو په هدف د پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو ته سفرونه پيل کړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي، چې له دې سفرونو وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته لاره پرانېستل شي.

د سرمقاله لیکوونکي په اند د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د مذاکراتو له پیل وړاندې د اوربند شرطونه اېښودل دا امکان برابره وي چې بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر نهه پړاوه مذاکراتو ستونزمن او له جنجالونو ډکې وي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې یادونه شوې، چې افغان ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ د سولې اړوند مسایل ټول د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته راجع کړي دي.

د لیکوال په باور دا کار د افغانستان د  سیاسي لورو له جدي نیوکو او غبرګونو سره مخ شوی او ښایي په دې کار سره (حکومت) د طالبانو په وړاندې تر ټولو جنجال جوړونکي جهت په توګه راڅرګند شي.

 

()

هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه مطرح کړې، چې د عامې روغتیا وزارت به له کرونا سره څه ډول مقابله کوي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا د ویروس د خپراوي په اړه خبرداری ورکړی او بېړنۍ حالت یې اعلان کړی.

د راپورونو پر بنسټ څه ډول چې تمه کیږي، که دا ویروس کنټرول نه شي، د پېړۍ په طاعون ناروغۍ به بدل شي.

لیکوال لیکي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چې په دې برخه کې کوم اقدامات کړي، بسنه نه کوي او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره باید مشخص ستراتیژۍ جوړ کړي څو افغان ولس له دې ناوړه او وژونکي ویروس خوندي شي.