د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ نیکې هیلې او سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .
د امریکا چارواکو چې د ایران د توغندوي بریدونو د اهمیت د کمولو هڅه کوي یوځل بیا په عراق کښې په عین الاسد پوځي مرکز باندې بریدونو کښې د خپلو ژوبلو شویو عسکرو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د پیړۍ د معاملې د پلان مخه کتنه چې هدف یې صهیونیسټ رژیم ته د فلسطین د ټولې خاورې ورکول دي په نیواکي فلسطین ، سیمه او نړۍ کښې د سیاسي ډلو ، خلکو او د شخصیتونو پراخ مخالفت رامینځته کړ .
د بښنې نړیوالې موسسې «ایمنیسټي اینټرنیشنل» وویل په تیر میلادي کال کښې په افغانستان کښې د ملکي وګړو وژله زیاته وه او عادي خلک د جنګ اصلي قربانیان دي .
د لیبیا په چارو کښې د ملګروملتونو استازي غسان سلامه د دغه هیواد د شخړو د حل لپاره د وروستیو مینځګړیتونو د نتیجې د ورکولو په هکله د ناهیلې په څرګندولو سره وویل په طرابلس کښې د ښکیلو خواو ترمینځ د جنګونو زیاتیدل د دغه ښار د خلکو ژوند ته ګواښ کوي .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد د شهادت د ورکولو لپاره مشرانو جرګې سینا ته د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د احضارولو لپاره د ډیموکرات ګوند له پراخې هڅې سره سره راپورونه وايي چې ریپبلیکن ګوند غواړي د ولسمشر ټرمپ د استیضاح دوسیه وتړي او هغه تبرئه کړي .
انګلستان پرون له اوه څلویښت(۴۷) کلونو وروسته له اروپايي اتحادیې ووت او هغه داسې لومړی هیواد دی چې د اروپا ایډیل ته شا کوي .
دغه راز اروپايي اتحادیې وویل چې د لندن د اروپا ضد دسیسو په مقابل کښې مقاومت کوي .
د فلسطین علماو د نیواکي ټاټوبو له خلکو وغوښتل چې د پیړۍ د معاملې په پلان اعتراض کښې دریمه (۳) انتفاضه پیل کړي .
د یمن انقلابیان د« البنیان المرصوس » د عملیاتو په چوکاټ کښې په خپلو نوریو بریالیتوبونو کښې وتوانیدل د سعودي عربستان د ائتلاف اولس (۱۷) لیواوې له مینځه یوسي او د هیواد دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) مربع کلومیټره ځمکه هم ازاده کړي .
د سوریې پوځ په ادلب ولایت کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې په «خان طومان» ښارګي او په «معره النعمان» ستراتیژیک ښار کنټرول ترلاسه کړ او نورې ډیرې سیمې یې هم ازادې کړې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد علي موحدي په دې خبرې سره چې د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان په ماتي محکوم دی زیاته کړه امریکا به د پیړۍ د معاملې ارزو له ځان سره قبر ته یوسي .
()
اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د جنګي اختیاراتو کمیدل تصویب شول .
د افغانستان په قندوز او بغلان ولایتونو باندې د طالبانو په بریدونو کښې اتویشت(۲۸) حکومتي عسکر وژل شوي دي .
د امریکا د مالیې وزیر ویلبر راس وویل د کورونا وایروس د امریکا د اقتصاد لپاره ګټور کیدلای شي .
د یمن عسکرو د سعودي عربستان په« ابها » هوايي ډګر او د تیلو د شرکت ارامکو په تاسیساتو بریدونه وکړل .
د سوریې پوځ په چټکو عملیاتو کښې د خان طومان ستراتیژیک ښار ازاد کړ .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په عراق کښې په عین الاسد پوځي اډې باندې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په توغندوي بریدونو کښې د خپل هیواد د څلورشپیتو (۶۴) پوځیانو په ژوبلیدا اعتراف وکړ .
د لیبیا حکومتي عسکرو د «مصراته» ښار په «ابوقرین» ستراتیژیک سیمې کنټرول ترلاسه کړ .
د پاکستان دمشرانو جرګې مشر صادق سنجراني د ایران له سفیر سید محمد علي حسیني سره په کتنې کښې د کشمیر په هکله د تهران د رغنده دریځ او رول قدرونه وکړه .
د لبنان د «صیدا» او د «عین الحلوه »ښارونو خلکو په مظاهرو سره د فلسطین پرضد د پیړۍ د معاملې له پلان سره خپل مخالفت اعلان کړ .
د افغانستان طالبانو په غزني ولایت کښې د امریکا پوځي الوتکه نسکوره کړي ده .
د فلسطین مقاومت ډلو خلک د پیړۍ د معاملې پرضد د انتفاضې پیلیدا ته وربلل .
د سوریې پوځ په ادلب ولایت کښې د ترهګرو پرضد کلابندۍ نور هم تنګه کړي ده .
د نړۍ ستر سیاسي شناند او د رای الیوم ورځپاڼې مسول چلونکي «عبدالباري عطوان» وویل اسرائیل همدا اوس په سعودي عربستان کښې دي او سبا په دغه هیواد کښې ښارګي جوړوي .
د سوریې پوځ د جبهه النصره ترهګرې ډلې د ترټولو سترې اډې د نیولو په درشل کښې دی .
د امریکا د کاناډا او د وینزویلا خلکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړو سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې .
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د فارس خلیج د عربو هیوادونو له مشرانو سره کتنې او خبرې کوي .
اوس به د تهران چاپ همشهري ورځپاڼه ولولو .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب د پرتمینه بریالیتوب یوڅلویښتمې (۴۱) او د سباوون د لسیزې د پیلیدا په درشل کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله مزار او په بهشت زهرا سلام الله علیها هدیرې کښې د شهیدانو قبرونو ته ورغی .
نیوزویک اونیزې راپور ورکړ د امریکا پوځ له روسیې سره دجنګ لپاره چمتو کیږي .
په یمن کښې د امریکا په هوايي برید کښې د عربستان په ټاپووزمه کښې د القاعده ډلې مشر «قاسم الریمي» ووژل شو .
د امریکا حکومت له دې وروسته د اریټریا ، د قیرغیزستان ، د نایجریا د سوډان ، د میانمار او د تانزانیا هیوادونو ښارونو ته امریکا ته ویزې او هلته یعني په امریکا کښې د وسیدو اجازه نه ورکوي .
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن پرون له اروپايي اتحادیې د خپل هیواد وتل اعلان کړل .
امریکا د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې په شاهزاده سلطان هوايي اډې کښې خپل پوځي شتون پیاوړی کوي .
په فارس خلیج کښې د اروپا سمندري ائتلاف کار پیل کړ او انګلستان په فارس خلیج کښې د امریکا د سمندري ائتلاف مشرۍ پرغاړه واخیستله .
د امریکا ولسي جرګې کانګرس دوې (۲) لایحې چې د ایران پرضد د ولسمشر ټرمپ د جنګي اختیاراتو د کمولوغوښتونکی دی تصویب کړې .
د اقتصاد د نوبل جایزې ګټونکي شتیګلیټس د امریکا ولسمشر ټرمپ ته وویل دروغ مه وایه او زیاته یې کړه د ټرمپ خبرې د امریکا د اقتصاد له موجودو واقعیتونو سره سمون نه خوري .
د امریکا د ولسمشر ټرمب د شپږ(۶) میلیارډه ډالرو دیوال ونړیده .
سخت بادونه د امریکا او د میکسیکو ترمینځ د سرحدي دیوال د یوې(۱) برخې د نړیدا سبب شول کوم چې د ولسمشر ټرمپ په حکم د جوړیدا په حال کښې دی .
اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
د کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې او په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د تدابیرو د نیولو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
()
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې تر نامه لاندې د قطر ډرامه به هېځ مثبته اغېزه ونه لري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، داسې ویل کېدل، چې د روان میلادي کال د جنوري تر ورستۍ نېټې پورې په وروستۍ میاشتې کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي، خو لیکوال لیکي دغه خبرې اوس له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ښايي د ځنډېدو یو لامل یې هم په غزني کې د امریکايی الوتکې د پریوتلو موضوع وې چې وسله والو طالبانو ویلي دوی ویشتې ده، خو د سرمقاله لیکونکي په باور ښکاره لامل یې دادی چې په قطر کې طالب استازي د خبرو واک نه لري.
د سرمقالې لیکوال په پای کې وړاندیز کوي، چې په خبرو کې د پرمختګ لپاره دې طالبان په قطر کې خپل استازي بدل کړي او داسې څوک دې وټاکي چې د پاکستان تر اثر لاندې نه وي او په رښتیا هم د سولې د مذاکراتو وړتیا او نیت ولري.
()
دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، بین الافغاني مذاکرات د سولې تر ټولو ستونزمن پړاو دی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سولې د هوکړې لاسلیک په تړاو د سلا مشور او ظاهراً اوربند او بین الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو راضي کولو په هدف د پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو ته سفرونه پيل کړي.
په سرمقاله کې دا هم راغلي، چې له دې سفرونو وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته لاره پرانېستل شي.
د سرمقاله لیکوونکي په اند د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د مذاکراتو له پیل وړاندې د اوربند شرطونه اېښودل دا امکان برابره وي چې بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر نهه پړاوه مذاکراتو ستونزمن او له جنجالونو ډکې وي.
د سرمقالې په وروستۍ برخه کې یادونه شوې، چې افغان ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ د سولې اړوند مسایل ټول د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته راجع کړي دي.
د لیکوال په باور دا کار د افغانستان د سیاسي لورو له جدي نیوکو او غبرګونو سره مخ شوی او ښایي په دې کار سره (حکومت) د طالبانو په وړاندې تر ټولو جنجال جوړونکي جهت په توګه راڅرګند شي.
()
هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه مطرح کړې، چې د عامې روغتیا وزارت به له کرونا سره څه ډول مقابله کوي؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا د ویروس د خپراوي په اړه خبرداری ورکړی او بېړنۍ حالت یې اعلان کړی.
د راپورونو پر بنسټ څه ډول چې تمه کیږي، که دا ویروس کنټرول نه شي، د پېړۍ په طاعون ناروغۍ به بدل شي.
لیکوال لیکي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چې په دې برخه کې کوم اقدامات کړي، بسنه نه کوي او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره باید مشخص ستراتیژۍ جوړ کړي څو افغان ولس له دې ناوړه او وژونکي ویروس خوندي شي.