د مقاومت لاره له سیمې د استکبار تر وتلو پورې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87821-د_مقاومت_لاره_له_سیمې_د_استکبار_تر_وتلو_پورې_دوام_لري
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند په دې خبرې سره چې د ایران ولس به مستکبران د هغوي اهدافو ته رسیدو ته پرې نږدي، ټینګار وکړ: د مقاومت لاره له لویدیځې آسیا څخه د استکبار تر وتلو پورې روانه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2020 02:44 Asia/Kabul
  • د مقاومت لاره له سیمې د استکبار تر وتلو پورې دوام لري

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند په دې خبرې سره چې د ایران ولس به مستکبران د هغوي اهدافو ته رسیدو ته پرې نږدي، ټینګار وکړ: د مقاومت لاره له لویدیځې آسیا څخه د استکبار تر وتلو پورې روانه ده.

برید جنرال سردار رمضان شریف په مشهد کښې د مقاومت د شهیدانو د درنښت په دستورو کښې وویل: امریکایان او اسرائیلیان به د مقاومت د چورلیز د قومندانانو په ټرورولو سره په سیمه کښې خپلو موخو ته ونه رسیږي.

هغه یادونه وکړه چې د ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني په شهادت سره نه یوازې د مقاومت چورلیز نه کمزوری کیږي بلکې د شهید سلیماني په جنازه کښې د خلکو پراخ ګډون ثابته کړه چې د ایران زیاتره خلک د مقاومت د لارې ملاتړي دي.

د سپاه پاسداران ویاند په سیمه کښې د استکبار شتون د اسرائیلو د امنیت پياوړتیا او د اسلامي هیوادونو ترمینځ اختلاف اچول وبلل او ټینګار یې وکړ چې په لویدیځې آسیا کښې د مستکبرانو اهداف به هیڅکله پوره نه شي.