په ايران کښې د زلزلې له کبله په لسګونو کسان ژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88178-په_ايران_کښې_د_زلزلې_له_کبله_په_لسګونو_کسان_ژوبل_شول
د ايران په آذربائيجان کښې زلزلې لسګونه کسان ژوبل کړي او پينځويشت کلي يې ويجاړ کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2020 13:59 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د زلزلې له کبله په لسګونو کسان ژوبل شول

د ايران په آذربائيجان کښې زلزلې لسګونه کسان ژوبل کړي او پينځويشت کلي يې ويجاړ کړي دي.

د ايران د اېمرجنسي ادارې وياند د لويديځ آذربائيجان ړ خويي ښار په قطور سيمه  کښې نن سهار د پينځه اشاريه اوه ريشټره زلزلې له امله د ۳۶ تنو د ژوبلېدو خبر ورکړ.

مجتبی خالدي وويل د وروستيو جاجونو له مخې د دغې زلزلې له امله پينځويشت کلي له شلو نه تر نوي فيصده پورې ويجاړ شوي دي.