په ایران کې د کرونا د مرض له امله د مړو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد
(last modified Tue, 25 Feb 2020 12:12:21 GMT )
Feb 25, 2020 16:42 Asia/Kabul
  • په ایران کې د  کرونا د مرض له امله د مړو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد

د ایران د روغتیا د وزارت د اطلاع رسونې او عمومې اړیکو د ادارې مشر اعلان وکړ: په ایران کې د کرونا د مرض له وجې د مړو شمېر ۱۵ تنو ته ورسېد.

کیانوش جهانپور نن خبریالانو ته وویل: په ایران کې د کرونا په مرض باندې د اخته   کسانو شمېر ۹۵ تنو ته ورسېد.
د کرونا د مرض خپراوی د ۲۰۱۹ د دسیمبر په میاشته کې د چین په ختیځه کې د هوبئي ولایت له ووهان ښار نه پیل شو او لومړنۍ سرچینه یې وحشي حیوانان وو.
دې وایرس د چین پر ۳۰ ولایتونو سربېره، ۳۰ نورو هیوادونو منجمله ایران، امریکا، برتانیه، اسټرالیا، ټایلند، جنوبي کوریا، جاپان، کاناډا، فرانسه، عربستان او اماراتو ته ځان رسولی دی.
د وروستیو شمېرنو پر بنیاد، په نړۍ کې تر اوسه پوري تر ۸۰ زرو نه زیات کسان په دې وایرس اخته شوی دي چي له دې جملې څخه د ۲۷ زرو نه د زیاتو کسانو درملنه شوې او د ۲۷۰۰ نه زیات کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 

ټیګونه