د پيسو نړیواله بسپنه دې پخپلو دندو مسئولانه عمل وکړي
د آئي ایم ایف یا د پيسو د نړیوال صندوق مشرې میرمن کریسټالینا ګئورګیوا په همداوروستیو کې په یوې اعلامیې خپرولو سره د کرونا ویروس له خوریدا سره له ښکیلو هیوادونو سره دمرستې لپاره د پنځوس میلیارډ ډالرو په اندازه ددغې نړیوالې بسپنې د بیړنیو مالی مرستو خبر ورکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د کرونا ویروس له خوریدا سره دمبارزې لپاره د پیسو دنړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف آسانتیاؤ ته د ایران دمرکزي بانک د سملاسی رسیدا غوښتنه کړې .
د آئي ایم ایف یا د پيسو د نړیوال صندوق مشرې میرمن کریسټالینا ګئورګیوا په همداوروستیو کې په یوې اعلامیې خپرولو سره د کرونا ویروس له خوریدا سره له ښکیلو هیوادونو سره دمرستې لپاره د پنځوس میلیارډ ډالرو په اندازه ددغې نړیوالې بسپنې د بیړنیو مالی مرستو خبر ورکړی .
جواد ظریف نن پخپل دغه پیغام کې د آئي ایم ایف دغه امکان ته د سملاسی رسیدو لپاره د ایران دمرکزي بانک غوښتنې ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د پیسو نړیوال صندوق او حاکمه پلاوی ئې باید خپلو د ندو ته پابنده ووسي او پخپلو دندو دې مسئولانه عمل وکړي .
د ایران د مرکزی بانک مشر عبدالناصر همتي نن په ایران کې له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د پیسو د نړیوال صندوق یا آئي ایم ایف څخه د پنځه میلیارډ ډالري مرستو غوښتنه کړې ده .