د حضرت امام سجاد علیه السلام زوکړه دې مبارک وي
زمونږ خبریال وايي نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتې دیرشمه (۳۰) او د ۱۴۴۱هجري قمري کال د شعبان د میاشتې پینځمه (۵) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د څلورم (۴) امام حضرت سجاد علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري .
حضرت امام زین العابدین علیه السلام د اته دیرشم (۳۸) هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په پینځمه (۵) نیټه په مدینې ښار کښې وزیږید .
د امام سجاد علیه السلام پلار د نړۍ د شیعه مسلمانانو دریم (۳) حضرت امام حسین علیه السلام دی .
امام سجاد ع په ټولو ښکاره انساني صفتونو ، اخلاقو او فضلیت کښې کمال ته رسیدلی وو .
هغه حضرت په خپل وخت کښې ترټولو ستر ، پرهیزګار ، صبرناک او تر ټولو محترم کس ګڼل کیده او هغه ګویا او فصیح ژبه او ښه اخلاق درلودل .
حضرت امام سجاد علیه السلام په خلکو ډیر مهربانه وو او له بې وزله او اړمنو خلکو سره به یې ډیرې مرستې کولې .
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت سجاد زین العابدین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو ، نورو ازادوي غواړو او تاسو ګرانو لوستونکو ته مبارکي وايي .