د امریکې بندیزونو له کرونا سره د ایران مقابله اغیزمنه کړې ده
(last modified Sun, 05 Apr 2020 02:10:15 GMT )
Apr 05, 2020 06:40 Asia/Kabul
  • د امریکې بندیزونو له کرونا سره د ایران مقابله اغیزمنه کړې ده

د تهران ښاروال په ګارډین ورځپاڼه کښې په یو یادداشت کښې په نړۍ کښې د کرونا وایرس له خپریدو سره هم مهاله د بندیزونو په سختیدو باندې په نیوکې سره ټینګار وکړ: د امریکې غیرقانوني بندیزونو له کرونا وایرس سره د ایران د مقابلې بهیر ګډوډ کړی دی.

پیروز حناچي د ګارډین ورځپاڼې لپاره په یو یادداشت کښې چې پرون خپور شو، دې ټکي ته په اشارې سره چې اوس د یو بل خلاف د هیوادونو د غچ اخیستونکو سیاستونو وخت نه دی، زیاته کړه: د کرونا وایرس حملې یو حقیقت ټولو ته څرګند کړی دی او هغه دا چې هیڅ کوم ښار یا ولس د نړیوالو کړکیچونو په وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کیدلې.

هغه زیاتوي: له دې نړیوال کړکیچ سره د ښې مبارزې لپاره سیاستوالان باید پوه شي چې د ملي ګټو د تعقیبولو لاره له نړیوالو ګټو بیله نه ده.

هغه په دوام کښې په کرونا وایرس باندې د څه باندې پنځوسو زرو ایرانیانو ککړیدو ته په اشارې سره یادونه کړې ده چې د امریکې بندیزونه نه یوازې امریکايي شرکتونه او کسان له ایران سره له قانوني تجارته منع کوي بلکې دغه بندیزونه په ایران باندې د درملیزو او طبي شیانو د خرڅون په شمول له ایران سره د روا او قانوني تجارت له کولو د نورو هیوادونو او شرکتونو مخه هم نیسي.

 

ټیګونه