اټومي اژانس باید د جاسوسۍ اوزار ونه وسي
(last modified Sun, 05 Apr 2020 08:18:26 GMT )
Apr 05, 2020 12:48 Asia/Kabul
  • اټومي اژانس باید د جاسوسۍ اوزار ونه وسي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر علي اکبر صالحي د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران پرضد د مطرح شویو ادعاګانو په هکله چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس هغه تعقیبوي وویل اټومي اژانس باید د هیوادونو د جاسوسۍ د ادارو لپاره بشپړونکی اوزار ونه وسي .

د صهیونیسټ رژیم چارواکو په ځلونو ایران د پټو اټومي فعالیتونو په لرلو تورن کړی دی .

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي زیاته کړه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په دغه اقدام سره خپل خپلواکه څارونکی رول تر پوښتنی لاندې وروستلی دی او هغه د حقوقي بنسټونو پراساس عمل نه کوي .

صالحي په دې خبرې ټینګار سره چې له کوم محدودیت پرته په ایران کښې  اټومي فعالیتونه ترسره کیږي وویل پینځه (۵) ګوڼه اقدامات تراوسه په فني فعالیتونو څارنه کوي او د اټومي ژمنو د کمولو په دوام سره د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون او د الحاقي پروټوکول په اجرا کښې د بیا کتنې په شان  په حقوقي اړخونو غور کولای شو .

د اټومي تړون د شپږویشتمې(۲۶) او شپږدیرشمې (۳۶) مادې پراساس خپلو ژمنو ته د مقابل لوري د نه پاې بندۍ په بڼه کښې ایران حق لري خپلې ژمنې په کلي یا جزيي ډول بندې کړي .

 

ټیګونه