ايران د اونۍ په هنداره کښې 18/1/99
(last modified Mon, 06 Apr 2020 11:08:29 GMT )
Apr 06, 2020 15:38 Asia/Kabul
  • ايران د اونۍ په هنداره کښې 18/1/99

په دې مطلب کښې په تېره هفته کښې د ايران ډېرو مهمو پېښو ته يوه کتنه وکړوو نو ښه ده پام ورته وکړئ.

په تېره هفته کښې د اوري دولسمه نېټه د اسلامي جمهوريت له ورځې سره برابره وه.

د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته د امام خميني (رح) په وړانديز سره د  ۱۳۵۸ کال د اوري په ۱۰ او ۱۱ نېټه په ټول ايران کښې د ايران د اسلامي جمهوري نظام د تاسيس لپاره رېفرېنډم اوشو.

د اوري په ۱۲ نېټه يې نتائج اعلان شول او دغه ورځ د ايران د مناسبتونو په تقويم کښې د اسلامي جمهوريت ورځ ونومولې شوه.

دغه رېفرېنډم په داسې حال کښې اوشو چې ايران د سلطې د نظام تردباونو لاندې ؤ. د نړيوالو مسائلو د زياترو کارپېژاندو او نظر خاوندانو په عقيده د دغه رېفرېنډم جوړېدل په سيمه کښې امريکې او د هغې انډيوالانو ته يو غاښ ماتونکے ځواب ؤ. دغه ستر او ډېموکرېټک حرکت د اسلامي انقلاب د ولسوالي توب او خپلواکي توب  ماهيت وښودۀ.

 

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په يوې بيانيه کښې چې د تېرې هفتې د نهې په ورځ او د اوري د دولسمې يوم ا... په مناسبت خپره شوه؛ د امريکې واکمنانو ته په خطاب کښې د ټينګ اودرېدنې، فعال مقاومت او د دفاعي ظرفيتونو د پراختيا په پالېسۍ باندې په تاکيد سره وويل: د ايران اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوريت د ژوند، مستحکمو او الهام ورکونکو حقائقو په توګه د عدالت محورۍ، حق طلبۍ او له استکبار سره د دښمنۍ په اړه د يو بحث په رامنځته کولو سره چې د نفوذ لمن يې د بشريت جغرافيا ترتاثير لاندې راوستې ده د مستکبرينو په تېره بيا د امريکې ترهه ګر، ډېکټاټور او صهيونېسټ رژيم جبهه د نړۍ د سټراټيجکو بدلونونو په ډګر کښې ګوښې ته کړے دے او د هغه د ظاهري قوت زوال يې هم په ډاګه کړے دے.»

د دغې بيانيې په دوام کښې په نرمو، نيم سختو او سختو برخو کښې د دښمنانو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره هراړخيزو آمادګيو ته په اشارې سره راغلي دي: په هره سيمه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د شرارتي دښمنانو ډېره وړه غلطي د هغوي آخري غلطي وبلله او د اسلامي انقلاب د جبهې پرېکنده او ويجاوړونکي ځوابونه به نه باور کونکي او حتی له هغوي څخه به د پښېمانۍ د څرګندونې فرصت هم واخلي.

 

نوے هجري نمريز کال د هغه په وړومبنيو و رځو کښې د تېرو کلونو په شان د ايران په خلاف د امريکې په غليمانه او غېرقانوني اقداماتو او د هغې په تورلګونو سره شروع شو.

د امريکې د واکمنانو دښمني او کينه په تېرو يو څلوېښت کلونو کښې په ځلونو ځلونو تکرار شوې ده. دغه دښمني خاتمه نه لري، ځکه چې د امريکې د استکباري ماهيت يوه برخه ده.

د امريکې ولسمشر تېره هفته په خپل يو ټوئيټ کښې او همدارنګ له خبريالانو سره په مرکه کښې د هيڅ ډول مدارکو او شواهدو له وړاندې کولو نه بغېر ادعا وکړه: «د اطلاعاتو او تحقيقاتو له مخې ايران او د هغه نيابتي ځواکونه په عراق کښې د امريکې په ځواکونو او ځايونو باندې د يوې ناڅاپې حملې لپاره د پلانګ په حال کښې دي، که داسې يوه پېښه رامنځته شي نو ايران به يې په عمل کښې ډېر درون قيمت ادا کړي.»

د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز جنرل محمد باقري  د تېرې هفتې د زيارت په ورځ په عراق او فارس خليج کښې د امريکې فوځي تحرکاتو ته په اشارې سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت او دفاعي ټولګه يې زمکنۍ، هوائي او سمندري پولې په پوره هوښيارۍ سره څاري او دغه ټول تحرکات په پوره توګه ترنظر لاندې لري او که امريکنيان د ايران امنيت ته په ډېره کمه اندازه څه طمه، اقدام يا ناوړه نظر ولري په قطعي توګه به له ډېر سخت عکسل العمل سره مخامخه شي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هم د تېر زيارت په ورځ په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: «ښاغلي ټرمپه! تل د جنګ غوښتونکو لخوا ګمراه نه شې، ايران يو لړ دوستان لري او هيڅوک نه شي کولې په ميلينونو نيابتي عناصر ولري.»

ظريف زياته کړه: د امريکې په اپوټه چې دروغ وائي او ټګي او ترهه ګري کوي، ايران يوازې په څرګنده له ځانه  د دفاع په بنياد عمل کوي.

 

د فوځ د سټراټيجکو مطالعاتو د مرکز مشر جنرل احمد رضا پوردستان هم د مقاومت د جبهې د يو شمېر جنګياليو د شهادت په اړه د امريکائي – صهيونېستي سرچينو لخوا د يو لړ اوازو د خپرېدو په باره کښې وويل، له دې امله چې دښمن په واقعي فضاء کښې کار نه شي کولې له مجازي فضاء څخه کار اخلي او په اوازو خپرولو سره غواړي چې د خلکو ذهنونه مشکوک کړي.  

د فوځ د سټراټيجکو مطالعاتو د مرکز مشر د اوازو کارول د دښمن د زوال او عاجزۍ د اوج نښه وبلله او وې ويل؛ د دښمن لخوا د اوازو کال د دې ښودنه کوي چې د ايران د اسلامي جمهوريت وسله وال ځواکونه څومره قابليت، توانمني او اقتدار لري او تر څومره حده دښمن د هغو له شتونه ويره لري.

جنرل احمد رضا پوردستان په دې اړه چې امريکې د بمو غورځونکو سوپرجنګي هيلي کاپټرونو په شمول زيات ځواکونه عراق ته لېږلي دي د خبرونو خپرېدو ته په اشارې سره زياته کړه، د سيمې مطالعه او کلي څارنه ښودنه کوي چې د يوې نوې جبهې د رامنځته کولو لپاره د امريکې حالات مناسب نه دي.

 

په تېره هفته کښې د امريکائي چارواکو لفاظيۍ او تحرکات يوازې تر فوځي مسائلو پورې محدود نه وو. امريکائي چارواکو د کورونا وائرو په باره کښې هم له کرکې ډکې څرګندونې لرلې دي چې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د وياند غبرګون يې راپاروۀ.

سيد عباس موسوي په يوې بيانيه کښې د امريکې حکومت له کورونا وائرسو سره په مقابله کښې د ايران د اقداماتو په اړه د نظر څرګندونې لپاره د هر ډول وړتيا نه لرونکے وبلۀ.

د ايران د خارجه وزارت وياند  د دې په بيانولو سره چې په دې وروستيو کلونو کښې د امريکې حکومت په خپل اعتراف سره د لويديځې اېشيا د سيمې د هېوادونو په کورنيو چارو کښې د  مداخلت او په هغو کښې د ناامنۍ او ناقرارۍ د رامنځته کولولپاره لږ تر لږه نهۀ ټريلينه ډالر لګولي دي، واضحه کړه، دغه درانۀ لګښتونه د امريکې په خلقو لګېدې شول چې د نړۍ خلق د رونق، سوکالۍ او بشري حقوقو په دغه مدعي هېواد کښې  د علاج معالجې، د معالجاتي کارکونکو د خځلې د ظرفونو د لفافو د کمښت په وجه د امريکائي نرسانو د ژړاګانو او د بيمارانو د فريادونو کتونکي نه وې.

 

محمد جواد ظريف تېره هفته له وائرسو سره وجنګيږئ نه له مونږ سره تر عنوان لاندې يوه مقاله کښې چې د ماسکو چاپ کامر سېنټ ورځپاڼه کښې وليکل،د امريکې رژيم په خودخواهۍ او د اوسنيو حساسو حالاتو په نه درکولو سره د خپلې دښمنۍ کولو او په نړيواله ټولنه له زيات نه زيات دباو د راوستلو سياست له انسانيت او د انسانانو له ژوند سره د ضديت بې مخينې سطحې ته رسولے دے.

د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې نړيواله ټولنه پکار دے په خود کښې راشي او د امريکې اقتصادي ، طبي او درمليزې ترهه ګرۍ ته خاتمه ورکړي، واضحه کړه، د ايران د اسلامي جمهوريت په هخلاف د امريکې له ظالمانه او غير قانوني بنديزونو سره د مخالفت په وړاندې د نړيوالې ټولنې پاليسي د بېدار وجدان او په بشري حقوقو باندې د نړۍ د هېوادونو د پابندۍ لپاره يو معيار وي.»

گوينده /

د امريکې د دباونو او بنديزونو د سختېدو باوجود د ځاي سائنس او خلاقيت په کارولو او کوششونو تېره هفته له بيمارانو سره د مرستې لپاره په ايران کښې د نويو کاميابيو په زمينه کښې ښه خبرونه خپارۀ شول.

په ايران کښې د بيمارانو په تېره بيا په کورونا وائرسو د اخته کسانو د ژوند د ساتنې د په کارنده توب سره د آئي سي يو  د وېنټي لېټر مشين مخکتنه چې د معالجاتي مرکزونو په اختيار کښې  ورکړے شو له دغو خبرونو څخه ؤ.

د آئي سي يو وينټيلېټر مشين چې تر اوسه د امريکې د ظالمانه او غير انساني بنديزونو ته په پام سره ايران ته د واردېدو امکان يې نه لرۀ د يو ايراني سائنسي شرکت لخوا له پينځو کالو تحقيقاتو وروسته په ځاي توګه جوړ شو.

همدارنګ تېره هفته د دفاع د وزارت د زدکړو او تحقيقاتي موسسې د مشر جنرل فرهاد اميري او د ټولو وسله والو ځواکونو د لوې درستيزوالۍ د صنعتي چارو او تحقيقاتي ادارې مشر جنرل عزيزي دلشاد په شتون سره د دفاعي صنعت د ماهرينو لخوا جوړ شوي د کورونا د تشخيص د کېټ د دويم جنرېشن د توليدولو مرکز په کار پېل وکړ.

 

نرسان، ډاکټران او روغتونونه د سلامتيا د ډګر د مدافعانو په وړاندې ليکه کښې شتون لري او د خلقو د ژوند د حفاظت لپاره په قربانۍ او سرښيندنې سره هلې ځلې کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ د روغتيا وزير سعيد نمکي ته په يو ليک کښې د هېواد د روغتيا او درملنې د ټولګې له کوششونو  څخه په مننې سره په ايران کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د عامه چېک اپ پلان يو ستر کار وبلۀ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبري واضحه کړه، د رضاکارو او ولسي ځواکونو له خدماتو څخه ګټه پورته کول به له دغه همه ګير مشکل څخه د هېواد له خلاصون سره يوه ستره مرسته وکړي.

 

د ايران ملت په ځلونو ښودلې ته چې په کوشش، قربانۍ او له خپلو کورنيو ظرفيتونو څخه په استفادې سره له خنډونو او سختيو څخه تېرېدې شي او بې له شکه به د کورونا بيمارۍ په مشکل غلبه پېدا کړي. په دغو حساسو او يادګارو ورځو کښې ځينو هېوادونو په انساني لاره کښې تګ کړے او له ايران سره يې موثرې مرستې کړې دي. د ايران ملت هم هغه ډول چې د امريکې او د هغې د سيمه ايزو پېروکارو غليمانه اقدامات به هېر نه کړي په سختو حالاتو کښې د دوستانو مرستې هم هېرې نه کړي.

------------