د ایران د ولس او پوځ مضبوط تاریخي پیوستون به د تل لپاره پاتې شي
په ایران کښې د وري د میاشتې نهویشتمه نیټه چې د اپریل ۱۷ کیږي، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو د سرشیندنو او میړانې د قدرونې او ستاینې په هدف سره د پوځ ورځ نوموله شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران د پوځ د ورځې په مبارکۍ سره وویل: کوم تاریخي او بې سارې تړون چې د اسلامي ایران د پوځ او ولس ترمینځ رامینځته شوې دی، همیشه به تلپاتې وي.
په ایران کښې د وري د میاشتې نهویشتمه نیټه چې د اپریل ۱۷ کیږي، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو د سرشیندنو او میړانې د قدرونې او ستاینې په موخه د پوځ ورځ نوموله شوې ده.
په دې مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې د اسلامي ایران د وسله والو ځواکونو د هلوځلو په قدرونې سره زیاته کړه: د پوځ په شمول د ایران وسله والو ځواکونو وښودله چې هغوي د صلحې، جنګ او هم داشان د دفاع لپاره د هیواد اړتیا ده.
ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې د ایران پ،ځ تل سرلوړې پاتې شوی دی، څرګنده کړه: د ایران پوځ تل د ولس او ولس هم همیشه د پوځ ملاتړ کوي.