په ایران کښې له کرونا وایرس سره په مبارزه کښې ستر کار ترسره شوی دی
(last modified Sun, 26 Apr 2020 03:24:39 GMT )
Apr 26, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • په ایران کښې له کرونا وایرس سره په مبارزه کښې ستر کار ترسره شوی دی

ولسمشر روحاني: د درملنې او طبي برخې د تجهیزاتو او د خلکو د اړتیاؤ په تامینولو کښې له ځینو ستونزو سره سره په ایران کښې ډیر ستر کار ترسره شوې دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په هیواد کښې د کرونا وایرس د ناروغانو د ښه کیدو مخ په ودې بهیر ته په اشارې سره وویل: د درملنې او طبي برخې د تجهیزاتو او د خلکو د اړتیاؤ په تامینولو کښې له ځینو ستونزو سره سره په ایران کښې ډیر ستر کار ترسره شوې دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د هیواد د اقتصاد د خصوصي برخې د فعالانو په غونډه کښې د کرونا په پړاؤ کښې د نړۍ روان حالات د دنیا د ټولو حکومتونو لپاره یو ستر تاریخي ازمیښت وباله او څرګنده یې کړه: ټوله دنیا له دې امتحان سره مخامخ شوې ده چې څنګه د خپل اقتصاد د چلولو په ترڅ کښې د خلکو د سلامتیا ضمانت ورکړي.

ولسمشر روحاني د ایران خلاف د غیرقانوني بندیزونو لګیدو ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه چې ایران نن سبا په داسې حالاتو کښې دی چې د ځینو پرمختللو هیوادونو په اپوټه د خپلې اړتیا وړ روغتوني تجهیزات او د آيي، سي، یو کَټونه تامین کړي څو هیڅ کوم ناروغه کس له روغتونه بهیر په انتظار کښې پاتې نه شي.

 

ټیګونه