د امریکې مداخله غواړې کړنلاره د سیمې امنیت، صلحه او ثبات خرابوي
(last modified Tue, 28 Apr 2020 01:02:10 GMT )
Apr 28, 2020 05:32 Asia/Kabul
  • د امریکې مداخله غواړې کړنلاره د سیمې امنیت، صلحه او ثبات خرابوي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په لویدیځې آسیا کښې د امریکې لاسوهونکې کړنلاره په سیمه کښې د امنیت، صلحې او ثبات ګډوډونکې وبلله.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د چین له ولسمشر شي جین پینګ Xi Jinping سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د ایران لپاره د سیمې او سمندري لارو امنیت مهم دی خو د امریکې خطرناکې کړنې ممکنه ده د فارس خلیج سیمې په ثبات کښې د ګډوډي لامل شي.

ښاغلي روحاني د امریکې د ظالمانه او غیرقانوني بندیزونو په وړاندې د چین د حکومت د دریځونو په قدرونې سره وویل: نن سبا نړۍ له داسې حالاتو سره مخامخ شوې چې ټول د یو بل مرستې ته ضرورت لري نه دا چې ځیني په غیرانساني سلوک سره خپلو غیرقانوني او انسانیت ضده بندیزونو ته دوام ورکړي.

د چین ولسمشر هم د ایران خلاف په زیات نه زیات دباؤ باندې په ټینګار او د بندیزونو په جاري ساتلو کښې د امریکې د کړچار په غندلو سره وویل: په خواشینۍ سره ځینې هیوادونه له دې حالاتو د سیاسي ګټه پورته کونې په لټه کښې دي.

شي جین پینګ په چین کښې د کرونا وایرس د راګډیدو راهیسې د ایران د مرستو او ملګرتیاؤ په قدرونې سره وویل: په ایران کښې په کرونا باندې د نویو کسانو د اخته کیدو او د مړو د شمیر کمیدل او په عین حال کښې د شفا موندونکو کسانو زیاتیدل ښودنه کوي چې غوره شوي درملیز پروګرامونه مثبت و او اجرا یې هم دقیقه پاتې شوې ده.

هغه (د هرمز د صلحې طرح) په نوم د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا وړاندې شوې نوښتګرې طرحې ته په اشارې سره، هغه د سیمې د امنیت لپاره ډیره مهمه وبلله او د فارس خلیج امنیت یې د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره ضروري وباله.

 

ټیګونه