په ایران کښې د کرونا کابو ۷۴ زره ناروغان ښه شول
په نړۍ کښې هم په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر له درې میلیونو اوښتې دی چې په کښې لږترلږه ۲ لکه او۱۸ زره کسان مړه شوې دي او یو میلیون کسانو هم شفا موندلې ده.
د ایران د روغتیا وزارت نن وویل چې په ټول ایران کښې د تراوسه په کرونا وایرس له ککړو کسانو ۷۳زره او۷۹۱ناروغان ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي.
د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن په ایران کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله خبریالانو ته وویل: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د1073 نویو ناروغانو په معلومیدو سره په هیواد کښې د کرونا د ناروغانو ټول شمیر ۹۳ زره او 657کسانو ته رسیدلې دی.
جهانپور هم داشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د 80 کسانو مړینې ته په اشارې سره وویل: په ایران کښې د کرونا وایرس له امله د وفات شویو کسانو ټول شمیر ۵ زره او۹۵۷ تنو ته رسیدلې دی.
په نړۍ کښې هم په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر له درې میلیونو اوښتې دی چې په کښې لږترلږه ۲ لکه او۱۸ زره کسان مړه شوې دي او یو میلیون کسانو هم شفا موندلې ده.