له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د ملګرتیا ضرورت :-
د اقتصادي ترهګرۍ په چوکاټ کښې په ملتونو د دبانو راوستل او پوځي ګواښ باید خپل ځاې له حقیقي او ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره دوه اړخیزه ،څو اړخیزه او نړیوالو ملګرتیاو ته ورکړي .
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د ناپییلي غورځنګ د تماس ډلې د غړیو هیوادونو د مشرانو د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې ټول هیوادونه له کورونا ناروغۍ سره د مقابلې لپاره ملګرتیا او مرستې ته وروبلل .
حسن روحاني د خپلې وینا په دوام کښې د انسان ضد اقدام په توګه د بایکاټونو ورانونکو او ترخو اغیزونو ته په اشارې سره وویل امریکا کلونه کلونه کیږي چې په یواړخیزه او غیر قانوني بایکاټونو سره یې نه یوازې خپلو حقوقو ته له لاسرسي څخه د ایران خلک محرومه کړي دي بلکې د واشنګټن اقدامات د نړیوالو ملګرتیاو او د څو اړخیز پالنې لپاره ګواښ هم ګڼل کیږي .
کورونا ویروس همدا اوس په دنیا کښې په یوې(۱) ساري ناروغۍ بدل شوی دی .
په نړۍ کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر له درې نیم میلیونو څخه وراوښتی دی او له کبله یې څه دپاسه دوه لکه پنځوس زره (۲۵۰۰۰۰)کسان مړه شوي هم دي .
د کورونا ویروس خپریدا همدا اوس په روغتیایي ، امنیتي ، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کښې نړیوال جوړښتونه لړزانده کړي دي او د ملتونو سلامتیا یې په خطر کښې اچولي ده .
په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر له پلوه د امریکا په لومړي لمبر کښې ورتللو وښودله چې واشنګټن نشي کولای له نړیوالو ټولنې څخه خپل برخلیک جلا وګڼي .
د کورونا ویروس د دوام او د زیاتیدا په بڼه کښې ممکنه ده داسې شرایط رامینځته شي چې حتی د اټکل وړ نه وي .
د «انکتاد» موسسې د راپور پراساس د اقتصادي تاوانونو له نظره بهرنۍ نیغ په نیغه پانګونه چې ډیرې مخ په ودې هیوادونه په هغې پورې اړونده دي له روان میلادي کال څخه تر راتلونکي میلادي کال پورې له پینځو(۵) فیصدو څخه تر پینځلس (۱۵) فیصدو پورې راکمه شي .
د کورونا کړکیچ د اړخونو پراخوالي ته په پام سره نړیواله ټولنه له دغه ناروغۍ سره د پراخې مقابلې لپاره له زیاتو کمښتونو سره مخ ده .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا ناوړه اقدامات د کورونا ویروس په شان په یوې(۱) نړیوالې بلا د بدلیدا په حال کښې دي .
له همدې کبله دي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د خپلې وینا په یوې (۱) برخې کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او ( World Health Organizationی)کمزورتیا د کورونا ویروس پرضد د ګډې نړیوالې مبارزې د کمزورتیا په معنا وبلله او ویې ویل له ضرورت وړ مالي سرچینو او پیسو څخه د روغتیا د نړیوالې ادارې په محرومولو کښې د امریکا د حکومت د نا توجیه وړ ، له بیړی ډک او غیر مسولانه اقدام باید د واشنګټن یوه (۱) بله ستراتیژیکه غلطۍ وګڼو .
څرنګه چې د واشنګټن د جارج ټاون پوهنتون استاد شیرین هانټر وايي د نړیوال سیاست په نظام کښې د کورونا ویروس اغیزونه به یو څه وخت دوام ولري چې په کامل ډول خبره روښانه شي .
د دغو اغیزونو ماهیت په اوس وخت کښې د هیوادونو له کړچار سره اړه لري .
هغه وايي که چیرې هیوادونه ځان منمه کړچار ترسره کړي په مسلمه توګه به اختلافات نور هم زیات شي .
په همدې ټکي باندې په ټینګار سره دي چې د ملګروملتونو د سولې د پیاوړتیا کمیسیون د کورونا ویروس خپریدل یو(۱) انساني کړکیچ بللی او یادونه کوي چې دغه ویروس د هغو بریاو لپاره چې په سختې سره په ټوله نړۍ کښې د سولې د پیاوړتیا په زمینه کښې ترلاسه شوي د ي د پام وړ خطر دی .
ښکاره خبره ده چې ناپییلی غورځنګ د نړیوالې ټولنې د یوې (۱) سترې برخې په توګه د دغه ګډ برخلیک په هکله بې تفاوته نشي پاتې کیدلای .
د ناپییلي غورځنګ د تماس ډلې د غړیو هیوادونو د مشرانو د اینټرنیټ له لارې په کانفرنس کښې د ایران د ولسمشر حسن روحاني وینا له همدې زاویې څخه له یوې خوا یوه(۱) نړیوال کړکیچ ته د سیاسي کتنو په هکله خبرداری او له بلې خوا له کورونا ویروس سره د ډله ییز مقابلې لپاره ملګرتیا ته بلنه ګڼلی شو .