د عراق نوي لومړي وزیر ته د ایران د ولسمشر مبارکۍ :-
(last modified Mon, 11 May 2020 10:09:26 GMT )
May 11, 2020 14:39 Asia/Kabul
  • د عراق نوي لومړي وزیر ته د ایران د ولسمشر مبارکۍ :-

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د عراق نوي لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ته د مبارکۍ په پیغام کښې هیله وکړه په سیمه کښې د سولې او د ثبات د ټینګیدا لپاره د دوو (۲) ملتونو د ګټو په لړ کښې په ټولو زمینو کښې د عراق او د ایران ملګرتیا پراخیږي .

د عراق پارلمان د تیرې پنجشنبې ورځې د غونډې په پاې کښې د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د وړاندیزي کابینې اکثره غړیو ته د باور رایه ورکړه او الکاظمي په رسمي ډول د دغه هیواد لومړی وزیر شو .

د ایران اسلامي جمهوریت تل په عراق کښې د خپلواکۍ ، د ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او د سیاسي ثبات ملاتړ کړی دی او په  ډیموکراټیکو رودو سره  د عراق د ټولو سیاسي ډلو د نظر یووالی د اختلافاتو د سوله ییز حل لپاره یوازنۍ لاره ګڼي .

له دې کبله ایران په عراق کښې د سیاسي ډلو ترمینځ د موافقې چې نتیجه یې د لومړي وزیر په توګه د مصطفی الکاظمي معرفي کیدل او په پارلمان کښې هغه ته د خلکو د استازیو د رایو ورکول دي هرکلی وکړ .

د ایران او د عراق اړیکې په دریو (۳) پایداره مولفو چې عراق کښې د امنیت او ثبات ، د دیني اړیکو پیاوړتیا او له ټولو اقتصادي ظرفیتونو استفاده پکښې شامله دي تکیه لري .

د ایران له نظره په عراق کښې امنیت د سیمې او د ایران د امنیت او د ثبات په معنا دی .

دغه مهم اصل د ایران او د عراق په اړیکو ، په عراق کښې له داعش او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له بغداد سره د ایران د پوځي سلاکارانو په سویه په  مرستو کښې ثابت شوی دی .

همدغه حقیقت ته په پام سره دي چې د عراق نوي لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په بغداد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ایرج مسجدي سره په کتنې کښې چې په تیرې شنبې شپې وشوه له داعش ډلې سره په مبارزې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅو قدرونه وکړه او ایران او عراق یې دوه(۲) دوست او وروڼه هیوادونه وبلل .

د ایران او د عراق په اړیکو کښې بله مهمه مولفه ګډې دیني دلچسپیانې دي .

له زیارتوالو څخه د حسیني اربعین په مراسمو کښې د عراق د خلکو لخوا هرکال تود هرکلی د ایران او دعراق د دوو (۲) ملتونو د زاړو او د دوستانه اړیکو او د دلچسپیو نښه ده .

له اقتصادي اړخه هم ایران او عراق ډول ډول اړیکې لري .

د دغو اړیکو په پراختیا او دوام کښې د ځمکني ، د اورګاډي او د هوايي ټرانسپورټ په شمول په مناسبو ظرفیتونو سره له عراق او کویت سره په ګاونډ کښې د «اروند» ازادې سیمې او د فعالو سرحدي لارو شتون ځانګړی اهمیت لري .

په تیر کال کښې د خپرو شویو شمیرنو پراساس د اروند ازادې سیمې له لارې عراق ته څه دپاسه یو(۱)میلیارډه ډالره شیان چې پکښې کیمیاوي مواد ، کبان او فولاد شامل وو صادر شوي وو .

په عراق کښې د ایران پخواني سفیر حسن دانايي فر دې ته په اشارې سره چې د ایران او د عراق اړیکې په لوړې سویې کښې دي او د دواړو هیوادونو ترمینځ مناسب تعاملات روان دي باوري دی نوی لومړی وزیر مصطفی الکاظمي به پخوانۍ لارې ته دوام ورکړي ځکه چې د ایران او د عراق اړیکې د دقیقو او لوړو موافقو  او د یوه(۱) بهیر پراساس دي او په پریکنده توګه نوی لومړی وزیر دلچسپي لري چې تیرې لارې ته دوام ورکړي .

د ایران او د عراق اړیکو د دوه اړخیزه ګټو پراساس  او په سیمه کښې له امنیت څخه د ملاتړ په لړ کښې بڼه خپله کړي ده چې دغه موضوع د عراق د ملت او د دغه هیواد دسیاسي ډلو له غوښتنې او ارادې سره سمون خوري .

د ایران او د عراق په اړیکو کښې په همدغو پایداره مولفو باندې ټینګار سره دي چې د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د عراق د نوي لومړي وزیر مصطفی الکاظمي لپاره د بریالیتوب د ارزو په ترڅ کښې له مشکلاتو څخه د عراق د وتلو لپاره د بغداد له حکومت  سره د ملګرتیا کولو او د عراق د خلکو او د مرجعیت د لوړو هدفونو ته د رسیدا لپاره د ایران په چمتووالي ټینګار کړی دی .

 

ټیګونه