ترټولو بد او شریر حکومت په امریکې واکمن دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په امریکا کښې ترټولو بد او شرارتي حکومت واکمن دی، وویل: د امریکې حکومت ترهګر و خو دا اوسنی حد یې بې مخینې دی.
ولسمشر حسن روحاني د خپلې کابینې په غونډه کښې په وروستیو څو کلونو کښې د امریکې ترهګرو اقداماتو ته په اشارې سره یادونه وکړه چې امریکې تل د نړۍ د خپلواکو او مظلومو ولسونو خلاف اقدامات ترسره کړې دي خو د کرونا په شان وبايي وایرس د خپریدو په دې حالاتو کښې هم د درملو د اخیستو په لړ کښې خنډونه رامینځته کوي.
روحاني په دې خبرې سره چې ایران په تیرو دوو کلونو کښې د امریکې د ډیر بد حکومت په وړاندې راغلې دی، څرګنده کړه: امریکا د تاریخ په اوږدو کښې تر دې حده بشر ضده، بې رحمه او ناتوانه نه وه او حتی د دغه رژيم د بهرنیو چارو وزیر د سیاست په الف، ب نه پوهیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دوام کښې، په هیواد کښې ولسي مرستو او د طبي کادر سرشیندنې ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې د ایراني ولس انفاق او د ډاکټرانو او نرسانو خدمات په دیني او اسلامي کلتور کښې جرړه لري او سرچینه یې قرآن مجید، د اسلام د ګرانقدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)، د امیر المومنین امام علي علیه السلام او د عصمت او طهارت د اهل بیتو علیهما السلام ژوند دی.