په عراق کښې ثبات د سیمې لپاره ډیره اهمیت لري
(last modified Mon, 18 May 2020 09:44:44 GMT )
May 18, 2020 14:14 Asia/Kabul
  • په عراق کښې ثبات د سیمې لپاره ډیره اهمیت لري

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په عراق کښې د نوي کابینې په جوړیدا د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل په عراق کښې سیاسي ثبات د سیمې لپاره اهمیت لري او په ډاډ سره دغه بهیر به په سیمه کښې د عراق د نامتو رول د بیا ترلاسه کولو وارمخکې زمینه ووسي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د عراق له ولسمشر برهم صالح سره په ټیلي فوني خبرو کښې د کوچني اختر د رارسیدا په مناسبت له مخکې څخه د مبارکۍ په ترڅ کښې د تهران اصولي سیاست له بغداد سره د هراړخیزه ملګرتیاو او اړیکو پیاوړتیا وباله او زیاته یې کړه ایران به د تیر وخت په شان د عراق دملت او د حکومت په څنګ کښې وي او تهران سیاست  د  عراق د واکمنۍ د ساتلو او د دغه هیواد د ملت او د حکومت په برخلیک کښې د بهرنیو قدرتونو نه لاسوهنه ده .

حسن روحاني په دې خبرې سره چې نن سبا د سیمې هیوادونه د تیلو د بیو د کمیدا ، د کورونا د ساري ناروغۍ ، امنیتي شخړو او تر ټولو مهم د هیوادونو په کورنیو چارو کښې د امریکا د لاسوهنو په شمول له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي وویل د دوستو ملتونو او حکومتونو ترمینځ د هراړخیزه اړیکو او ملګرتیا پراختیا له مشکلاتو د تیریدا لپاره لاره پرانیسونکي کیدلای شي .

د عراق ولسمشر برهم صالح هم په سیمه کښې د بهرنیو قدرتونو ورانونکو لاسوهنو ته په اشارې سره وویل لویدیځه اسیا د نویو کړکیچونو د زغملو  جوګه نه ده او له دې کبله په سیمه کښې د پردیو هیوادونو لاسوهنه باید په چټکۍ سره پاې ته ورسیږي .

 

ټیګونه