روحانی عمران خان ته د ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا تسلیت ووایه
روحانی په دغه پیغام کی له خدای تعالی د پاکستان د لومړی وزیر او د دغه هیواد د خلکو د نیکمرغۍ او سرلوړۍ دعا وکړه .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ته په یوه پیغام کې د کراچۍ هوایی ډګر ته نږدې د ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا په پیښې د خواشینۍ د څرګندولو په ترڅ کې د پاکستان له حکومت ، ملت او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږۍ څرګنده کړه . روحانی په دغه پیغام کی له خدای تعالی د پاکستان د لومړی وزیر او د دغه هیواد د خلکو د نیکمرغۍ او سرلوړۍ دعا وکړه .
د پاکستان له لاهور ښار کراچۍ ښار ته تلونکی د پي آئي اے مسافر وړونکې الوتکه پرون له غرمې وروسته د کراچۍ په هوائي ډګرکې له کوزېدو څو شېبې مخکښې په استوګنه سيمه وغورزېده چې په الوتکه کښې د سورو مسافرو او عملې له سلو زیات تنه ووژل شول.