دلویدیځي آسیاامنیت باید دسیمې د هیوادونو په لاس تامین شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90286-دلویدیځي_آسیاامنیت_باید_دسیمې_د_هیوادونو_په_لاس_تامین_شي
شیخ تمیم په دې خبرې په ټينګار سره چې دسیمې امنیت باید د سیمې ددرستو هیوادونو په ملګرتیا سره ترلاسه شي ، ووئيل ، قطر په سیمې کې د هر ډول تاؤتریخوالي مخالف دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2020 11:53 Asia/Kabul
  • دلویدیځي آسیاامنیت باید دسیمې د هیوادونو په لاس تامین شي

شیخ تمیم په دې خبرې په ټينګار سره چې دسیمې امنیت باید د سیمې ددرستو هیوادونو په ملګرتیا سره ترلاسه شي ، ووئيل ، قطر په سیمې کې د هر ډول تاؤتریخوالي مخالف دی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په ټيلیفوني تماس کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  دسیمې امنیت د ایران لپاره ډير مهم دی ، ووئيل  اسلامی ایران تل  د ځان لپاره  د ملی ګټو دتامینولو او د مځکنۍ بشپړتیا  او دحاکمیّت ددفاع  حق ته ډير اهمیّت ورکوي  او تهران هیله مند دی امریکایان  له تیروتنو لاس په سر شي .

ډاکټر روحاني په کارائيب  سمندر سیمې کې دامریکایانو ځینو خوځښتونو ته په اشارې سره  ووئیل ، که  دایران  تیلی کشتۍ  د  دنیا په کونج کونج کې  دامریکایانو له  خوا له مشکل سره مخ شي ، نو د دوي لپاره به متقابل  مشکل رامینخة شي .

 داسلامی ایران ولسمشر  په دوام کې د دوحې او تهران  اړیکې  دوستانه او سټراټژيکې  وبللې او هیله ئې وښودله ،  د کرونا ویروس له خوریدا سره سره ، د ایران او قطر د بندرونو له لارې د شیانو منتقلیداسوکه سوکه فعاله کیږي  او همداراز  د دواړو هیوادونو د هوائي کرښو الوتونه هم له سره پیلیږي .

 ډاکټر روحاني همداراز دفټبال  ۲۰۲۲کال په نړیوال جام کې د قطر کوربتوب ته په اشارې سره  د قطر د لاښه کوربتوب  لپاره د ایران له خوا  د هرډول مرستو دوړاندې کولو لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړ .

د قطر امیر هم  په دغو خبرو کې  په درستو زمینو کې  له ایران سره  داړیکو پراختیا باندې ټينګار وکړ او هیله ئې وښودله،د دواړو هیوادونو د ګډې اقتصادي غونډې په ترسره کیدا سره د ایران او قطر تجارتي او اقتصادي اړیکې  لاپراخې شي .شیخ تمیم  په دې خبرې په ټينګار سره چې  دسیمې امنیت باید د سیمې  ددرستو هیوادونو په ملګرتیا سره ترلاسه شي ، ووئيل ،  قطر په سیمې کې د هر ډول تاؤتریخوالي مخالف دی .