په ایران کې په کرونا ککړ یولک لس زره کسان ښه شوي
په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم کابو پنځه میلیون او شپږلکه پنّځه زره تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه اته څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز څه دپاسه دوه میلیون اودرې لکه درې اتیا زره کسان له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپور نن په تهران کې په ایران کې په کرونا ویروس دککړو د شمیر په باب له خبریالانو سره په خبروکې روښانه کړې ده ، په تیر شواروز کې په ایران کې نور یو زر اوه سوه اوه اتیا ککړکسان پيژندل شوي دي .
هغه زیاته کړې،تردې دمه په درست ایران کې په کرونا و ککړو کسانو شمیر یولک نهه دیرش زره پنځه سوه یولس تنو ته رسیدلی او په تیرو شواروز کې د نوور۵۷ککړو کسانو په مړینې سره له بده مرغه په ایران کې دکرونائي بحران دقربانیانو شمیر او ه زره پنځه سوه اته تنو ته رسیدلی دی .
په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیرهم کابو پنځه میلیون او شپږلکه پنّځه زره تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه اته څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز څه دپاسه دوه میلیون اودرې لکه درې اتیا زره کسان له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .