د ایران سفارت د کابل ترهګره حمله په کلکه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90508-د_ایران_سفارت_د_کابل_ترهګره_حمله_په_کلکه_وغندله
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت بیګا په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د کابل د وزیر محمد اکبر خان په جامع جومات ترهګره حمله وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2020 23:35 Asia/Kabul
  • د ایران سفارت د کابل ترهګره حمله په کلکه وغندله

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت بیګا په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د کابل د وزیر محمد اکبر خان په جامع جومات ترهګره حمله وغندله .

په افغانستان کښې د ایران سفارت په دغه بیانیې کښې د دغه ترهګر برید د غندلو په ترڅ کښې د دغه جومات د پوه او د معتدل خطیب ډاکټر ایاد نیازي په شمول د  افغانستان له حکومت او ملت او د دغه جنایت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه .

د افغانستان د پلازمینې کابل د ډيپلوماټ میشته سیمې وزیر اکبر خان په جومات باندې پرون مازیګر ځان وژونکي حمله وشوه .

په دغه برید کښې د دغه جومات د امام ډاکټر ایاز نیازي په شمول دوه (۲) لمونځ کونکي شهیدان شول او دوه (۲) نور کسان ژوبل شوي هم دي .

تراوسه هیڅ ډلې یا کس د دغه ترهګرې حملې ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي .

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم بیګا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې دغه ترهګره حمله غندلي ده .

د افغانستان د ولسمشر د دفتر ویاند صدیق صدیقي په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوې (۱) بیانیې کښې د وزیر محمد اکبر خان په جومات کښې ترهګره حمله څاروي ډوله او غیرانساني بللي ده .

دغه راز د ایران د تهران راډیو پښتو خپرونه هم د وزیر محمد اکبرخان د جومات د خطیب ایازي نیازي شهیدول غندي او د هغه او د نورو شهید شویو او د ژوبلو کسانو کورنیو ته تسلیت وايي .

Image Caption