د ایران پارلمان د امریکا توکمیزه ترهګرۍ وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90514-د_ایران_پارلمان_د_امریکا_توکمیزه_ترهګرۍ_وغندله
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو د تورپوستو پرضد د امریکا د پولیسو توکمپاله ترهګرۍ وغندله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2020 00:59 Asia/Kabul
  • د ایران پارلمان د امریکا توکمیزه ترهګرۍ وغندله

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو د تورپوستو پرضد د امریکا د پولیسو توکمپاله ترهګرۍ وغندله .

د ایران د پارلمان استازیو پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې  وویل  د وروستیو ورځو بدلونونو د امریکا د بشري حقوقو حقیقت څرګند کړی او د اعتراض کونکو د وژلو د ګواښ په هکله  د امریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونو وښودله د نورو هیوادونو خلک د امریکا د حکومتي ترهګرۍ یوازني قربانیان نه دي بلکې د امریکا د بیلابیلو نژادونو خلک هم د واشنګټن د حکومتي ترهګرۍ قربانیان دي .

د ایران د اسلامي شورا استازیو په دې خبرې سره چې تورپوستي لسیزې لسیزې کیږي چې د امریکا رژیم د توکمیزې ترهګرۍ تر دباو لاندې د سا د اخیستلو توان نلري هیله وکړه زر د امریکا د بشر ضده ماهیت د ښکاره کولو په لړ کښې  د دغه هیواد ولسي غورځنګ نتیجې ته ورسیږي .