په ایران کې ۱۲۷ په کرونا اخته ناروغان خپله سلامتي تر لاسه کړه
د ایران د اسلامي جمهور د روغتیا وزارت د راپور له مخې تر دې دمه په هیواد کې تر ۱۲۷ زره زیات په کرونا باندې د اخته ناروغانو درملنه شوې او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت د اطلاع رسونې مسئول کیانوش جهانپور خبریالانو ته وویل: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۷۴ په کرونا اخته نوي ناروغان پېژندل شوي دي.
هغه دې ته په اشارې سره چي ۳۵۷۳ په کرونا اخته ناروغانو روغتیايي خدمات تر لاسه کړې زیاته کړه: په ایران کې په کرونا باندې د اخته کسانو ټوټل شمېر ۱۶۴ زره ۲۷۰ تنو ته رسېدلي دي.
د ایران د روغتیا وزارت د اطلاع رسونې مسئول دې ته په اشارې سره چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹ کسان مړه شوي دي وویل: د کرونا ناروغۍ له امله په هیواد کې د مړو شمېر ۸ زره ۷۱ تنو ته رسېدلي دي.
جهانپور یادونه وکړه چي په هیواد کې د کرونایي ناروغانو د معلومولو لپاره تر اوسه تر یو میلیون ۱۹ زره زیات ټسټونه یا ازمایښتونه تر سره شوي دي.
خبر پای/.