په ایران کې په کرونا ککړ یولک دیرش زره کسان ښه شوي دي
(last modified Fri, 05 Jun 2020 10:49:05 GMT )
Jun 05, 2020 15:19 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ککړ یولک دیرش زره کسان ښه شوي دي

په درستۍ نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی او وئیل کیږي ، چې په درستې نړۍ کې د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه شپږ میلیون اوه لکه او شل زرو تنو ته رسیدلی چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه درې نوي زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه د پاسه درې میلیون او دوه لکه څلورشپیته زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائي چارو زوارت ویندوي کیانوش جهانپور نن په تهران کې  په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي وتر دې دمه په درست ایران کې  په کوویډ ناروغۍ یا هماغه  کرونا ویروس دککړو ناروغانو په درملنې پسې تردې دمه کابو یو لک نهه ویشت زره اوه سوه یو څلویښت کسان  ښه شوي او  له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

  هغه وئیلي تردې دمه په  درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر  هم یو لک اوه شپیته زره او یوسل شپږ پنځوس تنو ته زیات شوی او په تیرو شواروزو کې د درې شپیتو کسانو په مړینې سره  له بده مرغه په ایران کې د کرونا ویروس دقربانیانو شمیر هم  اته زره  یو سل څلور دیرش تنو ته زیات شوی دی .

 جهانپور  روښانه کړې ده ، په تیر شواروز کې ترنن ماسپښین  پورې د آزمیښت ځایونو او دطبي علومو دپوهنتونونو د راپورونو په  اساس  په ایران کې په کرونا  نور د وه زره اته سوه شپږ اتیا ککړ کسان پيژندل شوي دي .

په درستۍ  نړۍ کې  په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر  هماغه راز په زیاتیدا دی او  وئیل کیږي ، چې  په درستې نړۍ کې د ککړو  کسانو شمیر څه دپاسه شپږ میلیون  اوه لکه  او شل زرو تنو ته رسیدلی  چې له دغو کسانو   لږترلږه درې لکه درې نوي زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  او څه د پاسه درې میلیون او دوه لکه څلورشپیته زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

دغه راز وروستي راپورونه ښئ  امریکا هماغه راز د کرونا ویروس په ککړتیا کې د ټولو هیوادونو په سر کې ده او وئیل کیږي،چې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو ملیون نهه لکه  او یو ویشت زره تنو ته رسیدلی او د قربانیانو شمیر ئې هم  له یولک لس زره تنو اوښتی دی . همداراز په اروپا  کې  هم په کرونا د ککړو کسانو شمیر  هم هماغه راز په زیاتیدا دی .

له اسلام اباده هم زمونږ خبریال راپور راکړی ، په پاکستان کې هم   دکرونا ویروس خوریدا په اوڅاره توګه ډيره زیاته شوې او وئیل کیږي ، په تیر شواروز کې په درست پاکستان کې  په کرونا نور څلور زره اته سوه شپږدیرش ککړ کسان پیژندل شوي  چې له دغه شمیر سره په دغه هیواد کې د ککړو کسانو شمیر نهه اتیا زره  دوه سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی او دقربانیانو شمیر ئې هم یو زر اته سوه څلویښت  تنو ته رسیدلی دی . دغه راز په افغانستان کې هم په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو نولس زره تنو ته زیات شوی او د قربانیانو شمیر ئې کابو درې سوه لسو تنو ته رسیدلی دی .

 

ټیګونه