په ایران کې له کرونا سره دمقابلې په ملی پلان کې د۷۲میلیون ایراینو چیک اپ شوی
د وسلوال پوځ په بشپړ مرستې سره دایران د حکومت له وارمخکې او د درملنې له اقداماتو سره په یو وخت ، د وارمخکې تشخیص، له ککړو کسانو سره په تماس کې د نورو کسانو پيژندګلوي ، د ناروغانو جلاکول یا هماغه قرنطینه کول او د په کرونا ویروس د ککړو کسانو درملنه د ایران د درستو پرګنو په ملګرتیا سره په چټکۍ سره روانه ده .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، په ایران کې له کرونا سره د مبارزې ملی کمیټې غږملونکي مدیر نصر ا.. فتحیان پرون ناوخته ددې خبرې په کولو سره چې د ایران د روغتیائي چارو وزارت د اسلامی ایران د پوځ د روغتیائي چارو د مرکزونو په ملګرتیا سره په تیرو دوو میاشتو کې د کابو دوه اویا میلیون ایرانیانو آزموینې او چیک اپ کړی ، وئیلی دي ، دغه بې مخینې اقدام په ځان پسې د روغتیاد نړیوالې ادارې ستاینې هم درلودلي دي .