په مختلفو برخو کښې له روسيې سره د تعلقاتو په پراختيا د ايران تاکيد
(last modified Fri, 12 Jun 2020 10:23:40 GMT )
Jun 12, 2020 14:53 Asia/Kabul
  • په مختلفو برخو کښې له روسيې سره د تعلقاتو په پراختيا د ايران تاکيد

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر، خارجه وزير او د ولسمشر مرستيال په بيله بيلو پېغامونو کښې د روسيې د ملي ورځې په رارسېدو مبارکي وويله.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد باقر قاليباف نند روسيې د فيډريشن شورا مشرې مېرمن والنټينا ماتوينکو او د دغه هېواد د حکومتي دوما  مشر وېچسلاو والودين ته په بيله بيلو پېغامونو کښې د دغه هېواد د ملي ورځې مبارکي وويله او د تهران او ماسکو پارلېماني ملګرتياو، د ګډو ګټو په مخ بيائلو کښې د هغو رول ته په اشارې سره د دواړو خواو د تعلقاتو ژورتيا اهميت لرونکې وبلله.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هم د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف ته په يو پېغام کښې د تهران او ماسکو تعلقاتو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه چې د دواړو خواو تعلقات به د دواړو هېوادونو د مشرانو او لوړرتبه چارواکو د عزم او ارادې په سيوري  کښې او د ګډو ګټو د پوره کېدو او د سيمه ايز ثبات او امنيت له ټينګښت سره د مرستې په لړ کښې دوام او ژورتيا پېدا کړي.

د ايران د ولسمشر وړومبني مرستيال اسحاق جهانګيري هم د روسيې وزيراعظم ميخائيل ولاديمير ويچ ميشوستين ته په يو پېغام کښې د دغه هېواد د ملي ورځې په رارسېدو د مبارکۍ په ويلو سره هيله څرګنده کړه: په اقتصادي، تجارتي، علمي، فني او کلتوري برخو کښې تعلقات د دواړوملتونو د ګټو د پوره کېدو په لړ کښې په وروستيو کلونو کښې د دواړو خواو ترمېنځ د اقتصادي تعلقاتو ودې ته په پام سره له مخکې نه زياته پراختيا مومي

د ۱۹۹۰ کال د جون په دولسمه نېټه د شوروي فيډراټيو سوشلېسټي جمهوريت د ولسي استازيو وړومبني کانګرېس د روسيې حکومتي خپلواکۍ بيانيه تصويب کړه او يو کال وروسته ولسي انتخابات اوشول، بوريس يلتسن په دغو انتخاباتو کښې کامياب شو او د شوروي اتحاد له دړې وړې کېدو وروسته د روسيې وړومبنےولسمشر  شو.

هر کال دغه ورځ د روسيې د ملي ورځې په توګه پېژندل کيږي.

 

ټیګونه