په ایران کې په کرونا ککړڅه دپاسه یولک ۷۷زره کسان ښه شوي دي
(last modified Fri, 26 Jun 2020 11:05:49 GMT )
Jun 26, 2020 15:35 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ککړڅه دپاسه یولک ۷۷زره کسان ښه شوي دي

په نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه نهه میلیون اوه لکه درې دیرش زره تنو ته زیات شوی چې له دغو کسانو کابو څلور لکه دوه نوي زره دوه سوه شپیتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز کابو پنځه میلیون دوه لکه شپږ شپیته کسان هم په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږ خبریال  راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په تهران کې په درست هیواد کې په کروناویروس دککړوکسانو د وروستۍاحصائې په باب وئيلي دي، دمشخص کیدونکو  نړیوالو معیارونوپه اساس په تیر شواروز کې  په ایران کې  په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس  دوه زره شپږ سوه اته ویشت کسان  ککړ شوي چې له  هغو یو زر  د رې سوه شپږ پنځوس تنه په ورغتونونو کې بستري شوي اونور هم له درملنې وروسته کورونو ته تللي دي. میرمن لاري همداراز  وئيلي  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس له  ککړو کسانو یوسل نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دغو کسانو سره په ایران کې د کرونائي  قربانیانو شمیر تر دې دمه لس زره او دوه سوه نهه دیرش تنو ته زیات شوی دی.همداراز تر ماسپښین پورې په درست ایران کې په کرونا ویروس و ککړو کسانوشمیر دوه لکه اولس زره اوه سوه څلورویشت تنو ته زیات شوی ، البته تر دې دمه  له دغوکسانو یو لک اوه اویا زره اته سوه دوه پنځوس ککړکسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي  دي .

په عین حال کې  په نړۍ کې په کرونا ویروسدککړو کسانو شمیرڅه دپاسه نهه میلیون اوه لکه درې دیرش زره تنو ته زیات شوی  چې له دغوکسانو کابو څلورلکه دوه نوي زره دوه سوه شپیتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز  کابو پنځه میلیون  دوه لکه شپږشپیته کسان هم په درملنې پسې ښه  شوي او له روغتونونو هم  رخصت شوي دي .  

 

ټیګونه