په قم کښې د امريکې په خلاف مظاهرې اوشوې
د ايران د قم ښار په زرګونو خلقو د امريکې د حکومت د نسل پرسته سياستونو په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.
د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت د قم مقدس ښار خلقو د جُمعې له نمانځه وروسته خلقو د مظاهرو په کولو سره د احتجاج کونکو په ځپلو کښې د امريکې د پوليسو اقدامات او د دغه هېواد د حکومت نسل پرسته پالېسي وغندله.
همدارنګ د ايران د بجنورد ښار خلقو هم پرون د جمعې له نمانځه وروسته په امريکه کښې د پوليسو لخوا د متشدده چلند او د بشري حقوقو په خلاف د جنايتونو په غندنه او د نسلي تبعيض په اعتراض کښې احتجاجي مظاهرې وکړې.
د يادونې ده چې امريکائي تورپوستکي جارج فلويډ په وژله کښې د يو سپين پوستکي پوليس افسر له وحشيانه اقدامه وروسته په امريکه او د نړۍ په نورو هېوادونوکښې د نسل پرستۍ په خلاف احتجاجونه زيات شوي دي.