افغان شخصیتونودسولې په بهیرکې د ایران د رول په اهمیت ټینګار وکړ
د افغانستان د ملی هوساینې ګوند مشر محمد حسن جعفری وویل ایران په لویدیځه اسیا کې یو اغیزمن هیواد دې چی افغانستان یې په ګاونډکې دې او د نورو هیوادونو په نسبت د افغانستان په سولې او پراختیا کې د هغه حق ډیر زیات دې .
د ایرنا له راپور سره سم د افغانستان سیاسی ګوندونو اوشخصیتونو د دغه هیواد د سولې په بهیر کې د اسلامی ایران رول ډیر مهم وباله .
د افغانستان د ملی هوساینې ګوند مشر محمد حسن جعفری وویل ایران په لویدیځه اسیا کې یو اغیزمن هیواد دې چی افغانستان یې په ګاونډکې دې او د نورو هیوادونو په نسبت د افغانستان په سولې او پراختیا کې د هغه حق ډیر زیات دې .
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د کلتوری کمیټۍ مشر رضوانی بامیانی هم له ایرنا سره په خبرو کې زیاته کړه په داسې شرایطو کې د افغانستان سوله ډیره مهمه ده او د دغه هیواد حکومت باید د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران په رول سترګې پټې نکړي .