ټرائيکا جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته ژمنه ده
د ایران خارجه وزیر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غږملونکي او د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل ته په یوه لیک کې یو ځل بیا د اروپائي هیوادونو د نه ژمنتیا موردونه د حل لپاره ګډ کمیشن ته وړاندې کړي دي . چې د اروپایانو غبرګون ئې راپارولی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،د جرمني خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د امریکا او اروپائي ټرائيکا بدعهدیو ته له اشارې پرته مدعي شوی ، فرانسه ،جرمني ،او انګلستان د نړیوالې ایټمی موافقې ساتلو ته ژمن دي او په دې باب ئې له ایران سره خپلې خبرې اترې پیل کړي دي .
په دغې اعلامیې کې ادعا شوې د درو اروپائي هیوادونو په توګه ټرائيکاد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په تیره بیا له استثنا پرته دبندیزونو دختمولو په وړاندې خپلې ژمنې ترسره کړي دي او د ایټمي نړیوالې موافقې دساتلو لپاره او له ایران سره د روا تجارت د ساتنې لپاره حتی له خپلو ژمنتیاؤ ورآخوا د اړیکو د ساتلو لپاره ئې پخپلو هڅو کې عمل کړی دی .
د جرمني خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ، اروپائي ټرائيکا له ایران سره او د نړ یوالې ایټمي موافقې نورو لورو سره د یوه حقیقت پال کړچار په اساس خبرې اترې پیل کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غږملونکي او د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل ته په یوه لیک کې یو ځل بیا د اروپائي هیوادونو د نه ژمنتیا موردونه د حل لپاره ګډکمیشن ته وړاندې کړي دي .چې د اروپایانو غبرګون ئې راپارولی دی .