د ایران په کورنیو چارو کې د ټرمپ ګستاخې لاسوهنې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91531-د_ایران_په_کورنیو_چارو_کې_د_ټرمپ_ګستاخې_لاسوهنې
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په مجازي فضا کې د اسلامی انقلاب ضد ډلو ملګری شوی دی او په ایران کې ئې د وسلوالو غلو او دړکه مارو د پانسۍ په احتمال اندیښنه ښودلې ده . دامریکا ولسمشر دچارشنبې په ورځې په ټویټر کې په فارسۍ او انګریزي ژبو پیغامونه خپرۀ کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 16, 2020 10:16 Asia/Kabul
  • د ایران  په کورنیو چارو کې د ټرمپ ګستاخې لاسوهنې

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په مجازي فضا کې د اسلامی انقلاب ضد ډلو ملګری شوی دی او په ایران کې ئې د وسلوالو غلو او دړکه مارو د پانسۍ په احتمال اندیښنه ښودلې ده . دامریکا ولسمشر دچارشنبې په ورځې په ټویټر کې په فارسۍ او انګریزي ژبو پیغامونه خپرۀ کړي دي .

امریکا د ایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وخت راهسې تل د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې منفي اوغلیمانه کړچار درلودلی دی .په عین حال کې د امریکا جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ له ایران او د ایران  له ولس سره په دښمنۍ کې بې مخینې اړخونه درلودلي دي .اوس ټرمپ د انسان دوستۍ په  پلمې سره  د ایران  په کورنیو چارو ې ښکاره او بې شرمه  لاسوهنې ته مخه  کړې ده .

د امریکا ولسمشر  ډونالډټرمپ  په مجازي فضا کې د اسلامی انقلاب ضد  ډلو ملګری شوی دی  او په ایران کې ئې د وسلوالو غلو او دړکه مارو د پانسۍ  په احتمال  اندیښنه ښودلې ده .  دامریکا ولسمشر دچارشنبې په ورځې په ټویټر کې په فارسۍ او انګریزي ژبو  پیغامونه خپرۀ کړي دي . هغه  هڅه کړې  ددغو کسانو  دپانسۍ حکم  ته د ۲۰۱۹کال  دنومبر مظاهرو سره تړاؤ ورکړي.ټرمپ لیکلي دي ، په ایران کې درې کسان  په مظاهرو کې د ګډون په خاطر په پانسۍ محکوم شوي دي،د دوي پانسي کیدا هره  شیبه  ممکنه ده . ددغو درو کسانو پانسي کیدا دنیا ته ډير بوږنونکی پیغام لیږدوي  اوباید  دغه کار ونشي .

Image Caption

 

د امریکا جنجالي ولسمشرپه داسې حال کې له دغو کسانو د ملاتړمدعي شوی چې د ایران له ملت سره ئې خپله دښمني اوج ته رسولې ده . په حقیقت کې  د ایران په ضد له فضا جوړونې سره  د ټرمپ ملګرتیا، په داسې حال کې ده چې دهغه حکومت په وروستیو دوو کلونو کې  دایران د ملت په ضد تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي او د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ  او د کروناویروس له ډيرې خوریدا سره سره  نه یواې د ایران د ملت په ضد غیر ا نساني او ظالمانه بندیزونه  کم شوي نه دي ،بلکې حتیله دغې موضوع ئې د ایران په ضد ددباؤنو دلازیاتولو لپاره دیوه آوزار په توګه هم استفاده کړې ده . اوس ټرمپ په ایران کې د درو مجرمانو د د ژوند لپاره د اندیښنې مدعي  شوی او هڅه ئې کړې ده  څو  دغې موضوع ته یو ډول سیاسی رنګ ورکړي . ډونالډټرمپ  د روان کال په لومړنیو کې  هم  د تهران په شاوخوا کې د اوکراین د مسافري الوتکې  د نسکوریدا له  موضوع سره  په ارتباط کې په تهران کې د ځينو غونډو په غبرګون کې په ټولنیز  چینل کې  په فارسي ژبه لیکلي ، زه د خپلې ولسمشرۍ  له هماغه پیله  د  تاسو په څنګ کې ولاړ یم  او زما حکومت   له تاسو ملاتړ ته دوام ورکوي . مونږ  د تاسو اعتراضونه په دقت سره څارو  او د تاسو له شجاعته  الهام اخلو :::

Image Caption

 

 داسې ښکاري د امریکا ولسمشر،پخپل خیال د ایرانله هغه ولس سره د تش په نامه ملګرتیا اوهمدردۍ لپاره چې د هغه دحکومت له خوا ورباندې ترټولوغیرانسانياو سخت بندیزونه لګیدلي دي،له هر فرصته  ناسمه استفاده کوي .

 داپه داسې حال کې دي چې د ایران د قضائي محکمې فیصلې د هغو مجرمانو په باب صادرې شوي دي،چې ډيرسترجرمونه ئې کړي دي .په دې زمینې کې د ایران د قضایه قوې د بشری حقوقو کمیشن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د هغو دوو وسلوالو غلو  لپاره د پانسۍ د سزا د حکم په صادریدا سره چې له یوې ښځې ئې غلا کړې  وه ، په ځينو ټولنیزو چینلونو کې ئې د :پانسۍ نه کړئ :په هشتګ سره یوه څپه راپورته ړې څو ددغې دوسیې په باب د  محکمې  د بهیر په ناعادلانه   بللو سره ، ددغو کسانو د جرم  دسیاسی بللو  او  په هیواد کې د تیر کال دنومر  له پيښو سره  د اړونده کولو لپاره زمینه برابره شي .

 دغه  اقدام او رسیندوئې شورماشور  په داسې حال کې  ترسره کیږي ، چې د قضائي محکمې د ویندوي  د جوتو توضیحاتو په اساس ،  اساسا ددغو کسانو دنیول کیدا دلیل ، وسلواله  غلا او د ښاریزو ګواښل  وو چې  ددغو کسانو له نیول کیدا وروسته ، د دوي په موبایل ټيلیفونونو کې د بانکونو ، بسونو او عمومي ځایونو ته د اوور اچونې فلمونه ترلاسه شوي  او مشخصه شوې  دغه دوه کسان ، دړمار شوکمار او کړونکي وو چې  په هیواد کې  په ځينو اقتصادي مشکلاتو د خلکو  داعتراضونو لار ئې  منحرفه  کړې او د بلواؤ په لور ئې کاږلي  وه .

مهمه موضوع دا ده چې  ټرمپ  په داسې حال کې  په ایران کې په پانسۍ  د محکومو مجرمانو لپاره د زړه سواندۍ مدعي شوی ، چې پخپله   په امریکا کې د تورپوستو  ښاریزو په ضد ددغه هیواد دپولیسو جوړښتي تاؤتریخوالي  او توکمیزو او توپیرو چلندونو  په محکومیّت کې د امریکا د ولس بې مخینې او پراخو اعتراضونو او مظاهرو ته هیڅ پام نه کوي او ددغې چارې له محکومیّت سره سره حتی د ملګروملتو د بشری حقوقو دشورا په څير د  بشری حقوقو په دفاعي  اورګانونو کې له محکومیّت سره سره،یوازې  ئې د اعتراض کونکو ګواښلو او د هغوی د بندي کولو دړکوته مخه کړې ده

Image Caption

 

 اوس غوره ده ،ټرمپ  دایران د  ولس لپاره د زړه سواندۍ یا د مجرمانو د سزا نه کولو د غووښتنې د ادعا په ځاي،د امریکا د تورپوستو او د هیواد د پولیسو په لاس د  دوي د بې رحمه او  بې دلیله  وژلو په فکر کې  دې  ووسي .