خطیب زاده:
د واشنګټن ناروا غوښتنه به هیڅکله پوره نه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ټینګار کړ چې واشنګټه به د ایران خلاف خپلې ناروا غوښتنې ته هیڅکله ونه رسیږي.
سعید خطیب زاده نن په امنیت شورا کښې د امریکې د غیرقانوني اقداماتو او د بدلونونو د وروستي بهیر په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کښې، د امریکې د اقدام د ستر ښودلو لپاره د پردیو رسنیو هلوځلو ته په اشارې سره وویل: هغوي په دې لټه کښې دي چې وښايي یوازې د امریکې د غوښتنې په طرحې سره بندیزونه بیرته لګي او ایران به د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا له بندیزونو سره مخامخ شي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه، دا په داسې حال کښې دي چې امریکا د داسې کوم اقدام لپاره هیڅ موقعیت نه لري او د نړیوالو حقوقو له قواعدو او اصولو او د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مفادو سره په ټکر کښې په یو اقدام کښې یې د امنیت شورا له پړاویز مشر څخه یوازې (غوښتنه) کړې ده.
هغه څرګنده کړه: د دې غوښتنې د مطرح کولو لپاره د امریکې صلاحت د ایټمي موافقې د ټولو غړو له خوا رد شوی دی او امریکا حتی د خپلو انډیوالانو ترمینځ دومره یوازې شوې ده چې درې اروپايي هیوادونه یې د ایران انډیوالان بللي دي.