عرب هیوادونه باید له صهیونیسټ رژیم سره مقابله وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا د عربو اتحادیې د کمیټۍ د تکراري او چټي خبرو په هکله د خواشینۍ په څرګندولو سره د سیمې ځینو عربو هیوادونو ته سپارښتنه وکړه د بې محتوا بیانیو د خپرولو پرځای د سیمې د ګواښ له اصلي سرچینې یعني صهیونیسټ رژیم سره مقابله وکړي .
هغه د عربو هیوادونو دا ډول چټي بیانیې له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو په باطل پړاو کښې ناجایز صهیونیسټ رژیم ته د روا والي د وربښلو لپاره یو (۱) حرکت وباله او زیاته یې کړه مطرح شوي بې اساسه تورونه د هغو هیوادونو نظرونه دي چې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د ټینګولو ستراتیژیکه غلطۍ یې کړي ده او اوس په لالهاندۍ سره غواړي په خپل خام خیال سره د خلکو پام د ګواښ له سرچینې څخه بلې خوا ته واړوي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب زاده سیمې ته د قدس د نیواکګر رژیم د لاس خلاصول ، د بحرین د خلکو د سوله ییزو مظاهرو ځپل په عراق او سوریې کښې له داعش جنایتکارو او ترهګرو هراړخیزه ملاتړونه او د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د یمن د مظلوم ملت پرضد د ظالمانه جنګ دوام په سیمه کښې په هغو تاوتریخوالو او ګواښ رامینځته کونکو اقداماتو کښې وبلل چې دغه هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي .
هغه د ایران د درې ګوڼو جزیرو بوموسی ، ستر تنب او کوچني تنب په هکله وویل د ایران اقدامات د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ د اعمالیدا په چوکاټ کښې دی او ښکاره ده چې په دې زمینه کښې د نورو هیوادونو لاسوهنه محکومه ده .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي توان په ځايي کیدا او په دې خبرې ټینګار سره چې دغه دفاعي وړتیا د ګاونډیو هیوادونو لپاره هیڅکله ګواښ نه ده د سیمې ځینو عربو هیوادونو ته سپارښتنه وکړه خپل هیوادونه د امریکا او د نورو هیوادونو د وسلو په ګودام بدل نکړئ ځکه چې امنیت له بهر څخه نشي اخیستل کیدلای .