د امام سجاد ع د شهادت د کلیزې په هکله تسلیت وایو
(last modified Mon, 14 Sep 2020 08:44:41 GMT )
Sep 14, 2020 13:14 Asia/Kabul
  • د امام سجاد ع د شهادت د کلیزې په هکله تسلیت وایو

زمونږ خبریال وايي د نړۍ د شیعه مسلمانانو د څلورم (۴) امام حضرت سجاد علیه السلام د شهادت د ویر مراسم نن سهار د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په ګډون سره په امام خمیني رحمت الله علیه حسینیې کښې ترسره شول .

نن د  دوشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې څوارلسمه (۱۴) او د ۱۴۴۲ هجري قمري کال د محرم د میاشتې ۲۵ نیټه ده چې د یوه (۱) روایت پراساس د خدای پاک د ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم د یوه (۱)ګران لسمي او د حضرت امام حسین علیه  السلام د زوي حضرت امام زین العابدین چې په سجاد مشهور و د شهادت کلیزه ده .

حضرت امام زین العابدین په اته دیرشم (۳۸) هجري قمري کال کښې په مدینې ښار کښې وزیږید او هغه حضرت په داسې وخت کښې ژوند کاوه چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص کورنۍ له ډیرو کړاونو سره مخ وه .

حضرت امام سجاد علیه السلام چې د کربلا د پیښې په وخت بیمار و د حضرت امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته د دغه غورځنګ د پیغام د خپرولو او د خپل ګران پلار لارې ته د دوام د ورکولو ستر مسولیت پرغاړه واخیست او د دغه پاڅون د ماهیت او د اهمیت د ښودلو لپاره یې ډیره هڅه وکړه .

د نړۍ د شیعه مسلمانانو څلورم (۴) امام حضرت سجاد علیه السلام د اسلامي تمدن او د  کلتور د بنسټ په کیښودلو او د قران کریم د سوچه تعلیماتو د پراخولو لپاره هڅه وکړه او په خپلې خاصې رودې سره یې د مسلمانانو عالمانو او پوهانو د تربیت کار ترسره کړ چې له دې لارې قران او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص سنت خوندي پاتې شي .

حضرت امام سجاد علیه السلام د وړ او پوهو کسانو په راټولولو سره هغوې ته دیني تعلیمات ورکړل تر دې چې له تاریخي روایت سره سم د هغه حضرت د شاګردانو شمیر څه د پاسه یوسل اویا (۱۷۰) تنه اعلان شوی دی .

د مسلمانانو لپاره د  حضرت امام زین العابدین یو(۱) بل ترټولو ارزښمن میراث د صحیفه سجاد کتاب دی دغه کتاب که څه هم د دعا او له خدای پاک سره د راز او نیاز په چوکاټ کښې دی خو د علمونو ، اسلامي او عرفاني معارفو ډیر حقایق ، شرعي حکمونه او حساس سیاسي ، ټولنیز او تربیتي او اخلاقي  مسائیل پکښې بیان شوي دي .

د تهران راډیو ټول  کارکونکي د حضرت امام سجاد علیه السلام د شهادت د کلیزې په هکله ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو اوریدونکو ته تسلیت وايي .